عراقچي له ملا حسن سره په لیدنه کې د شیعه وګړو او فارسي ژبو د امنیت پر ټینګښت ټينګار وکړ

۳ ساعتونه مخکې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د طالبانو له رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند سره په خبرو کې د افغانستان د بېلابېلو قومونو په ځانګړې توګه د شیعه وګړو او فارسي ژبو د امنیت پر ټینګښت ټينګار وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې په دغه کتنه کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې هم تاکید شوی دی.
د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو رییس الوزراء د پولو د امنیت د ټينګښت او د ترهګریزو ډلو د نفوذ د مخنیوي په برخه کې د ایران د همکاریو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
نوموړي دغه غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې ایران او افغانستان دواړه د داعش ډلې له ګواښونو سره مخ دي.
یادې ډلې په ایران او افغانستان کې خونړي بریدونه ترسره کړي دي.
که څه هم طالبانو ویلي، چې داعش ډله یې په افغانستان کې ځپلې ده، خو دغې ډلې څو طالب مشران د ځانمرګو بریدونو په پایله کې وژلي دي.
داعش په افغانستان کې د شیعه وګړو او هزاره ګانو پروړاندې ستر ګواښ بلل کېږي او په لسګونو بریدونو کې یې دوی ته پراخې او خونړۍ مرګژوبلې اړولي دي.
سره له دې چې په ځلونو په طالبانو نیوکه شوې، چې د شیعه وګړو او هزاره ګانو د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي، خو یاده ډله وایي چې د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت په وروستیو لسیزو کې ساری نه لري.
عباس عراقچي افغانستان ته د سفر پرمهال د طالبانو د رییس الوزراء ترڅنګ د دغې ډلې د بهرنیو او دفاع وزیرانو سره هم کتلي دي او د افغانستان او ایران ترمنځ یې د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت، پر ګډو پولو او د اوبو پر مسایلو خبرې کړي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له قوله ویل شوي، چې کابل ته یې د سفر موخه د کابل او تهران ترمنځ په اړیکو کې د نوي مسیر د پیل په معنا دی او د دوه اړخیزو اړیکو یو نوی څپرکی پرانیزي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، عراقچي د نشه یې توکو پر خلاف د طالبانو مبارزه ګټوره بللې او ویلي یې دي، چې دواړه هېوادونه به د نشه یې توکو په مبارزه کې خپلې تجربې سره شریکې کړي.
همدارنګه عراقچي د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو مسالې په اړه پر همکاری ټینګار کړی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له قوله، په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو ته هیڅ اشاره نه ده شوې.

نور خبرونه

رادیو