محمودخان اڅکزی: د نجونو زده کړې د افغانستان لومړیتوب نه دی

۳ ساعتونه مخکې

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایی، د پاکستان ماتول نه غواړي، خو که د پاکستان له خوا په افغانستان کې مداخله کیده، دوی به یې مخه نیسي.

اڅکزی په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز ته په اشاره ویلي، چې له زده کړو نور مسایل په لومړیتوب کې دي.

دغه پاکستاني پښتون سیاستوال په کوټه ښار کې د پښتنو په یوه جرګه کې د خپلې وینا پر مهال وویل، چې د پاکستان ماتول نه غواړي، خو که د پاکستان له لوري په افغانستان کې لاسوهنه کېده، مخنیوی یې کوي.

نوموړی زیاته کړه:«موږ د پاکستان ماتول نه غواړو، که د پاکستان له خوا په افغانستان کې مداخله کېده او موږ که زور درلود موږ دا لاسونه نیسو.پر افغانستان به څوک کاڼي نه واروي.»

اڅکزی وايي، ددوی ګوند په افغانستان کې د هغه چا ملاتړ کوي، چې په واک کې وي. هغه دې جرګې ته وویل، «زه اوس هم وایم چې زه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر یم، هرڅوک چې د افغانستان په اړه خبرې کوي له ما سره دې وکړي. زه په دې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر یم، چې افغانستان کې هرڅوک هلته ناست دی، چې کوم سړی د افغانستان د ارضي تمامیت لپاره جنډه پورته کوي، چې کوم سړی د افغانستان د ازادۍ لپاره جنډه پورته کوي، بل څوک که یې ملګري کوي او که نه د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ به یې خامخا ملګري کوي».

اڅکزي د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز په اړه وویل چې له زده کړو څخه په افغانستان کې نور مسایل لومړیتوب لري.

هغه زیاته کړه، «افغانستان یې په مخه کړی دی، ها د ښځو تعلیم نشته او پلانی نشته، وه کاکا موږ بدې اخیستي یو، د غم د ښځو تعلیم دې شه. وه کاکا ستا مور تعلیم کړی دی؟ د هر کار لپاره لومړیتوبونه دي، اول لومړیتوب د افغانستان لپاره د افغانستان ازادي ده. له یوه سره تر بله سره یوه حکمراني جوړول دي.»

محمود خان اڅکزی له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت چلند ته په اشاره وایي، چې دغه هېواد دې هغو افغان کډوالو ته شناختي کارډونه ورکړي چې په دغه هېواد کې زیږیدلي وي.

نوموړي وویل، «افغانان یې په یو نوم او بل نوم جنګ ته وهڅول، او اوس په دغه هېواد کې دوه لکه داسې افغانان دي چې دلته پیدا شوي دي، دلته لویان شوي دي او زده کړې یې کړې دي. دا جرګه دا غوښتنه کوي چې اوس دې پاکستان دغو افغانانو ته شناختي کارډ ورکړي او که یې نه ورکوي، موږ نړیوالو محکمو ته ورځو.»

نوموړي په خپل څرګندونو کې وویل، چې «د افغانستان له ازادۍ سره د پاکستان د پښتنو ازادي» تړلې ده.

محمود خان اڅکزي یوځل بیا په تکرار وویل، چې پاکستان نه اسلامي دی نه هم جمهوري.

محمود خان اڅکزي په دې جرګه کې د پاکستان د حکومت له لوري د پښتنو د حقونو ترپښو لاندې کولو په اړه شکایت کوي. نوموړی وايي، د پاکستان د نورو قومونو په شان باید پښتنو ته حقوق ورکړل شي.

اڅکزي له دې وړاندې هم په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دی.

دغه پښتون پاکستاني سیاستوال د تېر حکومت پر مهال له افغان سیاسیونو سره ښې اړېکې لرلې، خو د جمهوري نظام له سقوط وروسته د طالبانو په پلویتوب تورن دی.

نور خبرونه

رادیو