پخواني ولسمشر حامد کرزي د زده کړو نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې یوځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو د پرانیستلو هيله ښودلې.
نوموړي علم او پوهه د پرديو له احتیاجه د خلاصيدو یوازینۍ لار بللې.
پخواني ولسمشر حامدکرزي د پوهنې نړيوالې ورځي په مناسبت د جمعې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه تعلیم د يوې ټولنې د پرمختګ لپاره مهم یاد کړی.
نوموړي ليکلي: «هیواد مو یوازې د علم او پوهې له لارې د پردو له احتیاجه خلاصیدای شي او په بین المللي ټولنه کې خپل وړ ځای ترلاسه کولای شي.»
پخواني ولسمشر حامدکرزي په خپلو زياتو پيغامونو، اعلاميو او ليدنو کې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د زده کړو د مرکزونو پرانیستلو غوښتنه کړې.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته دې ډلې نجونې له ښوونځيو او لوړو زده کړو منع کړې دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ هم د تعلیم نړیوالې ورځې په مناسبت له زده کړو د افغان نجونو او ښځو محرومیت اندېښمنوونکی بللی.