سرچینې وايي، طالبانو په غور کې لسګونه کسان د حزب التحریر د غړیتوب په تور نیولي دي

۶ ساعتونه مخکې

په غور ولایت کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د جنورۍ له پیل راهیسې د طالبانو استخباراتو په دغه ولایت کې لسګونه کسان د حزب التحریر د غړیتوب په تور نیولي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو دغه کسان نامعلومو ځايونو ته لېږدولي دي.

لږ تر لږه درېيو ځايي سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې په نيول شويو کسانو کې ځوانان، د ښوونځيو او د پوهنتون استادان او يو شمېر د جوماتونو ملا امامان هم شامل دي، چې له حزب التحرير سره د تړاو په تور نيول شوي دي.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، دا نیونې وروسته له هغې وشوې چې طالبانو د جنورۍ په لومړیو کې په یوه کنفرانس کې د حزب التحریر غړي د "وسله والو" په توګه معرفي کړل او د هغوی وژل یې "جایز" اعلان کړل.

په ۱۴۰۱ کال کې د طالبانو استخباراتو د حزب التحریر پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر کسان په دغه ګوند کې د غړیتوب په تور نیولي دي.

حزب التحریر یو اسلامي ډله ده، چې په نړۍ کې د اسلامي خلافت د رامنځته کېدو له پاره افکار خپروي، دغه ډله په مختلفو هېوادنو کې فعالیتونه لري او افغانستان هم یو له دغې هېوادنو دی چې په دې ورستیو کې رېښې خورا پراخې شوې وې ولې د طالبانو حکومت له دغې ډلې د بندیز او د وسله والو د ډلې په توګه له اعلانولو وروسته یې فعالیتونه کم رنګه شوي.

نور خبرونه

رادیو