مولوي کبير: امنیت شورا ونه توانېده چې پر امربالمعروف قانون پرېکړې ته ورسیږي

۷ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوی کبير په خوست کې يوې غوندې ته ویلي، چې له نړۍ سره یې اړيکې پراخې شوې او ان د امنیت په شورا کې هم ملاتړي هېوادونه لري.

نوموړي ویلي، امنيت شورا په دې ونه توانېده چې د دوی د امربالمعروف قانون اړوند ګډه فیصله صادره کړي.

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزير مولوي عبدالکبير د جمعې په ورځ په خوست کې د «جهادي مدرسې د طالبانو په فراغت غونډه» کې د تېر په څېر په تکرار وویل، چې «اسلامي امارت د تېرې دورې» خلاف د خپلو اړیکو او ديپلوماسۍ له کبله د امنیت په شورا کې ملاتړې هېوادونه لري.

هغه زياته کړې چې « د امربالمعروف قانون چې د دنیا ځينو خلکو [ورسره] حساسیتونه ښکاره کړل، لیکن امنیت شورا په دې ونه تواندېده چې د افغانستان اسلامي امارت د امربالمعروف د قانون په رابطه یوه متفقه فیصله صادره کړي.»

نوموړي د امنیت په شورا کې د خپلو ملاتړو هېوادونو چين او روسیې نومونه یاد کړل.

هغه زياته کړه، چې دغو دواړو هېوادونو د امربالمعروف قانون د افغانستان داخلي مساله ياده کړه او له همدې کبله يې یوه ګډه فيصله صادره نه کړه.

مولوي کبير وویل، چې ګاونډ، سيمې او نړۍ ته يې په پرله پسې ډول ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د دوی پر وړاندې نه کارول کيږي.

نوموړي له ټولو خواوو وغوښتل، چې «پر اسلامي نظام» د نیوکو پر ځای دې د دوی له ادارو سره اصلاحي نظرونه شریک کړل شي.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دې ډلې یو شمېر هېوادونو ته خپل سفيران هم معرفي کړي او له ځينو سره يې سیاسي او اقتصادي، ليدنې او تګ راتګ هم پيل کړی خو تر اوسه هيڅ هېواد طالبان په رسميت نه دي پېژندلي.

نور خبرونه

رادیو