د زده کړو په نړیواله ورځ یوناما وایي له زده کړو د نجونو راګرځول ستره تراژیدي ده

۴ ساعتونه مخکې

د جمعې ورځ د (مرغومي پنځمه) د زده کړو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، په دغې ورځ په کابل کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو لګیدلی بندیز «ستره نادوده او لویه تراژیدي» ده.

په هغې خبرپاڼه کې چې د یوناما له خوا د جمعې په ورځ د (مرغومي پنځمه) خپره شوې د نجونو پر زده ګړو د لګول شوي بندیز په اړه د خواشینۍ د څرګندونو تر څنګ راغلي چې دغه بندیزونه نه د افغانانو لپاره د منلو دي او نه یې هم نړیواله ټولنه مني.
خبرپاڼه کې دا رنګه ویل شوي، چې د نږدې څلورو کالو په ترڅ کې هغه نجونې نه شي کولای زده کړې وکړي چې عمرونه یې له ۱۲ کالو پورته دي. دغه بنسټ وایي چې له زده کړو د نجونو د راګرځولو یو زر او ۲۲۵ ورځې تېرې شوې، خو لا هم د طالبانو له خوا لګول شوی بندیز نه دی لرې شوی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا له قوله په خبرپاڼه کې راغلي: «دا ستره نادوده او لویه تراژیدي ده چې ملیونونه افغانې نجونې له زده کړو بې برخې کیږي او په نړۍ کې هیڅ داسې هېواد نه شته چې د خپلې ټولنې نیمایي برخه یې له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې کړې وي.»
اغلې اوتنبایوا په دې برخه کې د طالبانو په سیاستونو کې د بدلون راوستو غوښتنه کړې.
تر دې وړاندې هم په کور د ننه او بهرنیو ادارو او بنسټونو له طالبانو غوښتي و، چې پخپلو سیاستونو کې بدلون راولي، خو طالبان بیا وایي چې دوی لا هم په دې برخه کې وروستۍ پرېګړه نه ده کړې او دوی غواړي چې د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې نجونو ته د زده کړو سم چاپیریال چمتو کړي.
افغانستان یواځینی هېواد دی چې د نړۍ په کچه په کې نجونې له زده کړو راګرځول شوې او د نورو نړیوالو تر څنګ ګڼو اسلامي هېوادونو هم پر دغې ډلې له دې امله نیوکې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو