د پوهنې نړۍوالې ورځې په را رسېدو د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې په افغانستان کې دې د نجونو په وړاندې د زدهکړو بندیز پای ته ورسیږي.
اوچا ټینګار کړی چې زدهکړې د انسانانو بشري حق او ورته پاملرنه د ټولو ګډ مسوولیت دی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) نن جمعه د (سلواغې پنځمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې دې د نجونو په وړاندې د زدهکړو بندیز پای ته ورسیږي.
د یاد سازمان په وینا په افغانستان کې د «نجونو لپاره د منځنیو زده کړو یا له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو بندیز، چې درې کلونه یې پوره شول کې، ۱.۵ ملیونه نجونې د زده کړو له اساسي حق څخه محرومې کړې دي.»
که څه هم اوچا د کومې ډلې نوم نه دی اخیستی خو د طالبانو له خوا پر افغان نجونو د زدهکړو د بندیز د ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه یې کړې ده.
ټیک ۱۲۲۵ ورځې کیږي چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی او په بیلابیلو پلمو خپل دغه کار ته دلایل لټوي.