د طالبانو سترې محکمې له ایراني چارواکو سره تر څو ورځنیو خبرو وروسته ویلي، چې ایران به ډېر ژر ۱۵۰۰ افغان بندیان افغانستان ته راستانه کړي.
طالبانو تر دې وړاندې ویلي و، چې ایران ته یې یو پلاوی د افغان بندیانو پر سر د هغه هېواد له چارواکو سره خبرو لپاره تهران ته تللی.
د دغې محکمې لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ایران د قضایه قوې د نړۍوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي دغه څرګندونې دغه هېواد ته د طالبانو د سترې محکمې اداري مرستیال عبدالمالک حقاني په مشرۍ تللي پلاوي سره په کتنه کې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغې لیدنه کې پر اعدام محکوم افغان بندیانو ته پر بدیلو لارو او د کډوالو د حقونو په اړه خبرې اترې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي حقاني په دغې لیدنه کې له ایراني لوري څخه پر اعدام د محکومو افغان بندیانو د نوملړ د شریکولو غوښتنه کړې ده.
هغه دغه راز له ایراني چارواکو غوښتي، چې په دغه هېواد کې دې مېشتو کډوالو لپاره د زدهکړو، کار او نور هغه حقونه چې «شریعت» ورکړي ټینګ کړي.
له بل پلوه په ایران کې د افغان کډوالو اعدامول زیات شوي دي.
په ایران کې د بشري حقونو ځینې ملاتړي سازمانونه وخت ناوخت د افغان بندیانو د اعدامېدو خبر ورکوي.
د بشری حقوقو سازمان ههنګاو په خپل وروستي راپور کې ویلي و، چې د ایران حکومت د ۲۰۲۴ کال په ډیسمبر میاشت کې د نهو افغانانو په ګډون ۱۳۸ زندانیان اعدام کړي دي.
د همدې سازمان د مالوماتو له مخې، ایران په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۷۴ افغان بندیان اعدام کړي دي.
که څه هم په ایران کې د افغان بندیانو شمېر مالوم نه دی؛ خو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې بیا د ایران اته وګړي بندیان دي.