طالبان وايي روسیې ددې ډلې تر واک لاندې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره همکارۍ ته چمتوالی ښودلی دی.
د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست غلام حیدر شهامت په کابل کې د روسیې سفارت د فرهنګي برخې له مسوولینو سره کتلي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي اژانس نن یکشنبه «د مرغومي ۳۰مه» د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له قوله لیکلي، چې ددې ادارې مشر په دې کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په اړه معلومات ورکړي دي.
د طالبانو تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست غلام حیدر شهامت وايي، «دغه اداره د تخنیکي او مسلکي زده کړو د وړاندې کولو لارې د افغانستان په اقتصادي وده او ځان بسیاینې کې مهم رول لوبوي.»
شهامت زیاتوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره چمتو ده د حکومت د پالیسیو پر بنسټ، په تخنیکي او علمي برخو کې له روسیې سره هر اړخیزې همکارۍ ولري.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر دولتي اژانس په کابل کې د روسیې سفارت د فرهنګي برخې مسوولینو په حواله ویلي چې هېواد یې چمتو دی د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره په بېلابېلو علمي او تخنیکي برخو کې همکاري وکړي.
طالبان وايي روسیې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د ښوونیز نصاب اړوند کتابونو په چاپ او نورو برخو کې هم د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د ۱۱ سکتورونو په ۷۲ څانګو کې محصلان روزي.