طالبان وایي چې د دوی د سترې محکمې د مرستیال عبدالمالک حقاني په مشرۍ یو پلاوی د جمعې په ورځ د (مرغومې ۲۸مه) ایران ته تللی، چې په دغه هېواد کې د افغان بندیانو پر سر د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي.
د طالبانو د سترې محکمې له لوري په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی پلاوی به له ایراني چارواکو سره د اعدام پر ځای د افغان بندیانو لپاره پر بدیلو سزاوو بحثونه وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد پلاوی به له ایراني چارواکو سره د افغان زندانیانو د حقونو د ټینګښت تر څنګ د دواړو هېوادونو له لوري په قضایي برخه کې پر ګډو همکاریو هم وغږېږي.
د طالبانو ستره محکمه وايي، چې ایران ته تللی پلاوی به د بندیانو په تبادلې هم له ایراني چارواکو سره ناستې پاستې ولري.
پر افغانستان د واکمنې دغه ډلی قضایي پلاوی داسې مهال ایران ته سفر کوي چې په هغه هېواد کې د افغان بندیانو تر څنګ د افغان کډوالو وضعیت هم له جدي ننګوونو سره مخ دی او ورځ تر بلې هلته له افغانانو سره د ناوړه چلند قضیې مخ په ډېریدو دی.
په تېرو دوو کالو کې په بې مخینې توګه په ایران کې د افغان کډوالو ځورول، زنداني کیدل او حتی اعدام مخ په ډېریدو دی چې د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو سازمانونو هم په دې اړه اندېښنې ښوولې دي.
دوه اونۍ د مخه د ایران حکومت له لوري دوه تنه افغانان د نشه یي توکو د کاروبار په جرم اعدام شول؛ خو د دغو افغانانو کورنیو ویلي چې ایراني چارواکو پرته له کوم ثبوته د بې بنسټو ادعاوو له مخې دغه کسان اعدام کړي دي.
د بشري حقونو د نړیوالو سازمانو د راپورونو له مخې ایران د بندیانو د ساتلو لپاره خونړي زندانونه لري چې د سختو شکنجو تر څنګ په کې د اعدامونو لړۍ د بشري حقونو د سرغړونو په برخه کې یې جدي اندیښنې راولاړې کړي دي.
له دې ورهاخوا د ایراني پولیسو له لوري په یاد هېواد کې افغان کډوال ځورول کېږي او ان د ترکیې- ایران او د افغانستان-ایرن په پولو کې د ایراني ځواکونو له لوري په مرمیو هم وېشتل کېږي.