ايراني رسنيو راپور ورکړی چې نن شنبه د مرغومي ۲۹مه، په درېیو قاضيانو د تهران د عدليې د ودانۍ مخې ته برید شوی چې دوه قاضیان په کې وژل شوي دي.
په دغه برید کې د محمد مقیسه او علي رایزني په نومونو قاصیان وژل شوي او قاضي میري او یو ساتونکی یې ټپیان دي.
د راپورونو له مخې بریدګر پر قاضیانو له ډزو وروسته ځان وژنه کړې ده.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
ایراني رسنۍ ایرنا راپور ورکړی چې دغه قاضیان د ایران د عدلیې ودانۍ مخې ته د خلکو د سترګو په وړاندې په ډزو وژل شوي او ژوبل دي.
ایرنا د ایران د قضایه قوې د رسنیو د مرکز په حواله ویلي، نن سهار یو وسله وال کس چې سترې محکمې ته ننوتی او په یوه پلان شوي برید کې یې د «ملي امنیت، جاسوسۍ او له ترهګرۍ سره د مبارزې له جرمونو سره د مبارزې دوه زړور او تجربه کار قاضيان وژلي.»
د ایرنا د راپور له مخې په دې برخه کې اړوندو ادارو پلټنې پیل کړې تر څو معلومه کړي، چې بریدګر څنګه په دې توانېدلی چې دغه برید ترسره کړي.