نتنیاهو: د یرغمل شویو کسانو د نومونو له نوملړ پرته به په غزه کې اوربند عملي نه شي

۲ ورځې مخکې

بنیامین نتنیاهو په غزه کې د اوربند د موافقې د عملي کېدو په درشل کې اعلان وکړ، چې اسراییل به تر هغه د دې موافقې عملي کول پیل نه کړي، تر څو چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو بهیر د یکشنبې په ورځ پېل شوی نه وي.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر لیکلي، چې "حماس به یوازې د دې موافقې د سرغړونې مسوول وي."
په هغه خبر پاڼه کې چې د شنبې په ورځ د اسراییل د لومړي وزیر له دفتره خپره شوې په کې راغلي، چې اسراییل به د غزې له تړون څخه هېڅ ډول سرغړونه ونه زغمي.
تر دې مخکې د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعلان کړی وو، چې د حماس او اسراییل ترمنځ اوربند به د یکشنبې په ورځ د جدي د میاشتې له ۳۰ نیټې څخه پلي شي.
د هوکړې په لومړي پړاو کې چې شپږ اونۍ به دوام وکړي، حماس به ۳۳ اسراییلي یرغمل شوي کسان خوشې کړي، چې ټول ښځې، ماشومان او تر ۵۰ کالو پورته عمر لري.
اسراییل به د تړون په دې مرحله کې ۱۹۰۴ فلسطینیان هم خوشې کړي.
د ټایمز اف اسراییل خبري وېبپاڼې لیکلي، چې له دغو کسانو څخه ۷۳۷ یې «توقیف شوي او امنیتي بندیان» دي او په دوی کې «د قتل په جرم په عمري بند محکوم شوي ترهګر» او د حماس، د فلسطین د اسلامي جهاد او فتح غورځنګ غړي دي.

نور خبرونه

رادیو