د پاکستان پوځ وايي، یوه میاشت کې یې د پښتونخوا په تیرا کې ۲۲ وسله وال وژلي دي

۴ ورځې مخکې

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې تېره یوه میاشت کې یې یوازې د خیبرپښتونخوا په تیرا کې ۲۲ وسله وال وژلي او ۱۸ نور یې ټپیان کړي دي.
پوځ وايي، دغو وسله والو ته مرګ ژوبله د پوځ او ایف سي ملیشو د ګډو عملیاتو پر مهال اوښتې ده.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې تېره ورځ د (مرغومي ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې یوازې د خیبرپښتونخوا په تیرا کې ۲۲ وسله وال د عملیاتو پر مهال وژلي او له دوی څخه ځینې وسلې هم لاسته ورغلې دي.
پوځ وايي، چې د جګړو پر مهال د وژل شویو تر څنګ ۱۸ نور وسله وال ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د پوځ او ایف سي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې یې د تیرا هغه وسله وال وژلي چې په سیمه کې د پاکستاني پوځ په وړاندې جنګېدل.
تر اوسه پورې لا تحریک طالبان پاکستان په دې اړه څه نه دي ویلي.
خبرپاڼه زیاتوي چې، له دغو وسله والو څخه وسلې او مهمات هم لاسته ورغلي، چې د «امنیتي ځواکونو په وړاندې په ترهګریزو فعالیتونو او همدارنګه د بې ګناه ملکي وګړو په هدفي وژنو کې ترې کار اخیستل کیده.»
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې په سیمه کې د وسله والو پر ضد لا هم عملیات روان دي او هڅه یې دا ده چې دغه سیمه له وسله والو څخه پاکه کړي.
د پاکستان پوځ وايي، د روان ۲۰۲۴ کال د ډیسمبر له ۱۴مې نیټې راهیسې د ترسره شويو بیلابیلو استخباراتي عملیاتو پر مهال پاکستاني ځواکونو تر اوسه پورې په بریالیتوب سره ۲۲ وسله وال وژلي او ۱۸ نور یې ټپیان کړي دي.

نور خبرونه

رادیو