د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي، چې ایټالیا له افغانستان سره ۴.۵ میلیون یورو بشري مرسته کړې ده.
اوچا ویلي، چې دغه مرستې به تر ټولو زیاتو زیانګالو افغانانو ته ورسوي.
یاد سازمان ویلي، چې دغه مرسته د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ورکړل شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا تېره ورځ د (مرغومي ۲۷مه) پر خپله ایکس پاڼه د ایټالیا له دغې بشري مرستې مننه کړې او ویلي یې دي، چې د دوی دوامداره ملاتړ به د افغانانو ژوند وژغوري.
د اوچا د اټکل له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې، چې تازه پیل شوی، په افغانستان کې ۱۴.۸ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره خوراکي توکو او کرنیزو مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په تېرو دوو اوونیو کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د درنو واورو، بارانونو او سړې هوا له امله ۱۰ کسان مړه شوي دي. دغه سازمان ویلي چې په دې موده کې ۱۷ کسان ټپیان شوي هم دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي و، چې په ۲۰۲۵ کال کې ۲۱ میلیونه افغانان به د اوبو د کمي، د روغتیایي خدمتونو د نشتوالي، ۱۴.۸ میلیونه خلک به د سخت خوراکي نا خوندیتوب، ۱۴.۳ میلیونه نور به لږو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ولري، همدارنګه ۷.۸ میلیونه مېرمنې او ماشومان به خوراکي مرستو ته اړ وي.
دغه سازمان ویلي چې د ۸۰ سلنه افغانو کورنیو هر غړی د ورځې له یو ډالر څخه کم عاید تر لاسه کوي.