طالبان وايي، د ملا هبت‌الله د نوي فرمان له مخې یو کس دوه ځایه دولتي دنده نه شي کولای

۴ ورځې مخکې

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، د ملا هبت‌الله د نوي فرمان له مخې هیڅوک نه شي کولای چې په یو وخت کې دوه ځایه دولتي دنده ترسره کړي.
تر دې مخکې لوړپوړو او ټيټ پوړو طالبانو له یوې څخه ډېرې دندې ترسره کولې.

د طالبانو د عدلیې وزارت نن پنجشنبه د (مرغومي ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې د مشر ملا هبت‌الله د نوي فرمان له مخې له دې وروسته هیڅوک په یوه وخت دوه ځایه دولتي دنده نه شي ترسره کولای.
ملا هبت‌الله په وروستیو ګومارنو کې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر له دندې ګوښه او د کډوالو چارو وزارت د سرپرست په توګه یې وټاکه خو د یوې اوونۍ په تېرېدو هم هغه خپلې پخوانۍ دندې ته دوام ورکړی او د هغه فرمان یې بابېزه بللی.
ملا هبت‌الله داسې مهال په یو وخت له یوې څځه د ډیرو دندو د مخنیوي په اړه فرمان صادروي چې تر دې مخکې د طالبانو مشرانو او کشرانو له یوې څخه په زیاتو بستونو کار کاوه.
واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته عام افغانان له بې روزګارۍ څخه د هیواد پرېښودو او په قاچاقي لارو نورو هیوادونو ته د تګ لپاره اړ شوي؛ خو طالبانو له یوې څخه زیاتې دندې لرلې او نورو ته یې د کار موقع نه ورکوله.
ملا هبت‌الله په خپل نوي فرمان کې ویلي، هغه کسان چې له خپلې دندې پرته بل ځای دنده لري نو یوه دې پرېږدي او نورو ته دې د کار زمینه برابره کړي.
د طالبانو د مشر له دغه فرمانه داسې بریښي، چې په افغانستان کې د بې روزګارۍ شکایت او د طالبانو د څو دندو شکایت د ملا هبت‌الله تر دفتره ور رسیدلی دی.
تر دې مخکې ملا هبت‌الله په یوه بل فرمان کې ویلي و، چې طالب مشران او کشران دې له یو څخه زیات واده نه کوي، خو د هغه د فرمان له صادریدو وروسته د څو میاشتو په تیرېدو لا هم طالبانو د خپل مشر فرمان نه دی عملي کړی او لا هم د دویمو او درېیمو ودونو لړۍ روانه ده.
اندېښنې دا دي چې په افغانستان کې به د بې روزګارۍ په اوج کې طالبان دا ځل د خپل مشر فرمان عملي کړي او که د دویمو او درېیمو ودونو د نه کېدو د فرمان په څېر به بې اغېزې پاتې شي.

نور خبرونه

رادیو