د بالیووډ ستوری سېف علي خان په خپل کور کې غلو په چړو وهلی او ټپي شوی دی.
د هندي رسنۍ زووم د راپور له مخې، سېف علي خان د غلو پر وړاندې د مقاومت پر مهال ټپي شوی چې له ټپي کېدو وروسته د ممبیي لیلاوتي روغتون ته لېږدول شوی دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې، په ځایي وخت پېښه د شپې ناوخته دوه نیمې بجې د ممبیي په بانډرا سیمه کې د اداکار په کور کې شوې ده.
د پېښې پرمهال د نوموړي مېرمن کرینا کپور او د هغه ماشومان ویده وو.
د هندي رسنیو په وینا، دغه پېښه هغه مهال وشوه چې یو کس د غلا په نیت د سېف علي خان کور ته د ننوتو هڅه وکړه؛ خو کله چې هغه یې پر وړاندې مقاومت وکړ هغه یې په چړې وواهه او ټپي شو.
د راپورونو له مخې، تورن کس له دغې پېښې وروسته په تېښته بریالی شوی.
د لیلاوتي روغتون ډاکټر نیرج اتماني وایي، چې سېف علي خان د چړو له امله پر بدن شپږ ټپونه لرل، چې دوه یې خورا ژور وو.
د هغه په وینا، د سېف علي خان روغتیایي وضعیت اوس ښه دی.
پولیس وايي، د پېښې په اړه یې پلټنې روانې دي او د کورنۍ د غړو بیانونه هم ثبت شوي.
پولیس وایي، هڅه کوي چې په کور کې نصب شوې سي سي ټي وي کمرو څخه تورن کس وپېژني.
له بل پلوه د سېف علي خان د ټیم لهخوا په خپور شوي بیان کې راغلي: «د ښاغلي سېف علي خان په کور کې د غلا هڅه شوې، هغه اوس په روغتون کې د جراحي عملیات کوي. موږ له رسنیو او مینهوالو غوښتنه کوو، چې صبر وکړي. دا د پولیسو مسله ده. موږ به تاسو سره تازه معلومات شریک کړو.»