دخبریالانو نړیوال فدراسیون د خبریال مهدي انصاري په نیول کېدو خواشیني ښودلې او له طالبانو یې د هغه د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه کړې.
مهدي انصاري په کابل کې د طالبانو د يوې محکمې له خوا د طالبانو پر ضد د تبلیغاتو د خپرولو په تور په ۱۸ مياشتې بند محکوم شوی دی.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون (IFJ) او د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې د دغه حکم غندنه کړې او له طالبانو یې غوښتي چې پرې لګیدلي ټول تورونه ختم او نوموړی ژر تر ژره خوشې کړي.
د راپورونو له مخې مهدي انصاري چې د افغان خبري اژانس خبريال دی، د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۵مه د کابل په دشت برچي سيمه کې د طالبانو د استخباراتو ریاست له خوا نیول شوی و.
د انصاري کورنۍ هماغه ورځ د هغه د ورکیدو خبر ورکړ؛ ځکه چې هغه وروستی ځل د پل خشک په سيمه کې له خپل دفتر څخه د وتلو پر مهال لیدل شوی و.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون د معلوماتو پر اساس د شپې ناوخته طالبانو د هغه کورنۍ ته خبر ورکړ چې انصاري د خپل شخصي یوټیوب کانال له لارې د طالبانو پر ضد د ویډیوګانو خپرولو په تور نیول شوی دی. په دغو ویډیوګانو کې یوه یې د شیعه عالم ایت الله واعظ بهسودي وینا وه، چې په هغه کې یې د طالبانو د نویو اخلاقي قوانینو او په کابل کې د هزاره مشر د مجسمې د ویجاړولو غندنه کړې وه.
یاد فدراسیون وایي، دا لومړی ځل نه دی چې انصاري د طالبانو له خوا نیول کېږي، هغه تر دې مخکې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې له دې کبله نیول شوی و چې پر خپله فېسبوک پاڼه یې د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر د ۳۰مېنېټې د ځانمرګي برید په تړاو یاداښتي پوسټ کړی و.
د دغه فدراسیون په خبرپاڼه کې راغلي چې د جنورۍ په ۹مه نېټه په یوې بله پېښه کې د اریانا نیوز ټلوېزیون خبریال «نجیب فریاد» د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د نامعلومو وسله والو له خوا لوټل شوی دی. په راپور کې د یاد ټلوېزیون د مشر له خولې لیکل شوي چې د فریاد کامره او نور ژورنالېستیک وسایل په دغه پېښه کې غلا شوي دي..
د پخواني جمهوري نظام تر نسکوریدو وروسته طالبانو په هېواد کې پر رسنیو او خبریالانو سخت بندیزونه لګولي چې له امله یې ډېری رسنۍ تړل شوي او سلګونه خبریالانو د دغو ستونزو له امله هېواد پرېښی دی.
د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې ویلي، چې دوی به د انصاري د بند د کمولو لپاره د طالبانو په راتلونکې محکمه کې هلې ځلې وکړي.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون هم ټینګار کړی چې د افغانستان خبریالان له سختو ننګونو سره مخ دي او په پرلهپسې ډول د نیونو، تاوتریخوالي او ځورونو هدف ګرځي. دغه فدراسیون له طالبانو غوښتي چې د خبریالانو خپلسري نیول ودروي او پر نړیوالۍ ټولنې یې هم غږ کړی چې په افغانستان کې د رسنیو د بشپړې ازادۍ لپاره هلې ځلې وکړي.