طالبان: په پنجشېر کې مو څه باندې ۲زره قیراطه زمرد د ۵۶ زره او ۶۰۰ ډالرو په ارزښت پلورلي دي

۶ ورځې مخکې

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغې ډلې په پنجشېر ولایت کې ۲زره او ۱۳۳ قیراطه زمرد د ۵۶ زره او ۶۰۰ ډالرو په ارزښت پلورلي دي.

دغه اژانس په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د ځايي مسوولینو له خولې لیکلي، چې دغه زمرد تازه د پنجشېر ولایت له کانونو استخراج شوي وو.
د دغه اژانس د خبر له مخې، دغه زمرد د سیمه‌ییزو چارواکو او سوداګرو په حضور کې د داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي.
د روانې میاشتې په ۱۸مې نېټې هم د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په پنجشیر ولایت کې بهرنیو او افغان پانګه‌والو ته د زمردو د استخراج ۵۶۰ جوازونه ورکړي وو.
د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې هم په ۱۱ پړاونو کې ۳۵ زره او ۸۷۴ قیراطه زمرد د یو مېلیون او ۶۱۴ زره ډالرو په ارزښت پلورل شوي وو.
تر ډېره بریده پر طالبانو نیوکې کېږي چې، دغه کانونه په نامسلکي توګه راباسي چې تر ډېره د کانونو اصلي زېرمو ته زیان اړوي.
پر دغې ډلې تور دی، چې د افغانستان د کانې زېرمو په اېستلو کې پراخ فساد کوي او کانونه هم په نا معیاري ډول سپړي.

نور خبرونه

رادیو