د کندهار په سرپوښ بازار کې وسله والو غلو له هغه وروسته درې هټيوال په ډزو ټپيان کړل، چې په زور يې له خلکو پيسې اخیستې او هټيوالو غبرګون وښود.
د همدې سيمې څلور خواوو ته د طالبانو تلاشۍ او امنيتي پوستې شته، خو دا ډول پيښو خلک اندېښمن کړي دي.
د کندهار د طالبانو امنيه قومانداني هم پېښه تاییدوي او زياتوي، چې د غلو د نیولو هڅې روانې دي.
پېښه تېره شپه ناوخته هغه مهال رامنځ ته شوه، چې هټيوالو خپل دوکانونه بندول. په دې پېښه کې دوه هټيوال سخت ټپيان شوي دي.
د کندهار سرپوښ بازار یو هټيوال وايي: «غلو مخونه پټ کړي وو، پر دوو موټرسایکلو دوه دوه کسان وو او له ټولو سره تومانچې وې.»
په دې وروستيو کې د کندهار تر څنګ د افغانستان په لویو ښارونو کې وسله والې غلاوې زیاتې شوې او خلک يې له طالبانو څخه د مخنيوي غوښتنه کوي.
په ډېرو سېمو کې د طالبانو د امنيتي کسانو او غلو فرق ځکه نه کيږي، چې دواړې ډلې په شخصي جامو کې له وسلو سره ګرځي.
ډېر کسان د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د کار نشتوالی، د ځوانانو نه بوختيا، ټولنيز بنديزونه، اقتصادي او کورنۍ ستونزې د جنایي پېښو په ځانګړي ډول د وسله والو غلاوو د زياتېدو لاملونه ګڼي.