د پاکستان پوځ وایي، چې په شمالي وزیرستان کې یې نهه وسله وال وژلي دي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۴

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې د شمالي وزیرستان په دوسالۍ او ایشام سیمو کې د پاکستان پوځ په دوو جلا عملیاتو کې نهه وسله وال وژل شوي دي.

ټي ټي پي لا په دې اړه څ نه دي ويلي.

د دغې ادارې له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دوسالۍ سیمه کې د پوځ د عملیاتو په لړ کې شپږ ترهګر وژل شوي او دوه نور بیا نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د شمالي وزیرستان په ایشام سیمه کې د یو لړ نورو عملیاتو په ترڅ کې بیا درې ترهګر وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د وژل شویو ترهګرو څخه ځینې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
د خبرپاڼې په ټکو، په دغه سیمه کې به د ترهګرو د لمنځه وړلو لپاره چاڼیز عملیات هم ترسره کړي.
تر دې وړاندې د پاکستان پوځي چارواکو ویلي و، چې د وروستي وسله‌وال مخالف پر ضد به خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.
په تېر یو کال کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبې د سختو نا امنیو او تاوتریخوالي شاهدې وې، چې له امله یې د پاکستان لسګونه امنیتي ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

نور خبرونه

رادیو