د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون د درې میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۷ پروژو قرارداد منظور کړی.
د دغه معاونیت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو ۱۷ پروژو ترڅنک د نهو نورو پروژې قرارداد بیا تعدیل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، دغې غونډې ته ۳۲ پروژې وړاندې شوې وې چې د ۱۷ هغو قرارداد یې منظور، د نهو تعدیل شو او د دوو نورو پروژو قرارداد بیا د ځینو ستونزو له کبله رد شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د کابل په ارغندۍ کې د یو ټرانسپورټي ترمینل، د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د بار وړونکو موټرونو لپاره د تم ځای جوړول، د اقینې – اندخوی او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژو ترمیم، په کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې د نوري فایبر شبکې پراختیا، د کابل ښار دننه د ځینو سړکونو اساسي جوړونه، په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا په برخه کې د شته پروژو د پاتې چارو بشپړول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي چې د دغې ډلې لهخوا تمویلېږي.
دغه معاونیت تر دې وړاندې (د لړم په ۲۶مه) هم د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور او د اتو یې تعدیل کړي وو.