د ریاض سیمه ییزه غونډه؛ د لوېدیزو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د سوریې پر وضعیت خبرې کوي

۶ ورځې مخکې

د لویدیز او منځني ختیز هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او لوړ پوړي ډېپلوماتان د یکشنبې په ورځ په ریاض کې د بشارالاسد د حکومت له نسکوریدو وروسته د سوریې په اړه د لومړۍ سیمه ییزې غونډې لپاره راټول شول.

په دې غونډه کې به د سوریې د وضعیت په اړه بحث ترسره شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بربوک د یکشنبې په سهار، د مرغومي پر ۲۳مه، ریاض ته ورسیده چې د سوریې د نوې ادارې د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني سره وګوري.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ، چې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لیمي به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: "په ریاض کې خبرې اترې به د عربي هېوادونو له خوا رهبري شي او په هغو راتلونکو ګامونو به تمرکز وکړي چې نړیواله ټولنه یې د سوریې د موقت حکومت د ملاتړ لپاره پورته کولی شي."

په اعلامیه کې هغو میکانیزمونو ته هم اشاره شوې ده، چې د سوریې د خلکو پر وړاندې د جنګي جرمونو لپاره د اسد رژیم د مسوول ګرځولو لپاره به پلي شي.

د سعودي عربستان، مصر، متحده عربي امارات، قطر، بحرین، عراق، اردن، لبنان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران په ریاض کې په سیمه ییزه غونډه کې ګډون کوي.

تمه کېږي چې نور لوړ پوړي عربي او لوېدیز چارواکي هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.

دا غونډه د پنجشنبې په ورځ په روم کې د متحده ایالاتو، برزتانیا، فرانسې، جرمني او اروپايي اتحادیې د لوړ پوړو ډېپلوماتانو له غونډې وروسته ترسره کیږي.

په دې غونډه کې د سیمې هېوادونو د سوریې د نوې مشرتابه او د رسمیاتو ترلاسه کولو لپاره اړینو ګامونو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

نن د یکشنبې ورځې کنفرانس په داسې حال کې پیل شوی، چې د سوریې نوي حکومت دمشق ته د نړیوالو مرستو د رسولو لپاره د لویدیزو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

جرمني، ایټالیا او فرانسې په دې وروستیو کې پر سوریې د اروپايي ټولنې د بندیزونو د نرمولو غوښتنه کړې، خو وروستۍ پریکړه یوازې د ټولې اتحادیې له خوا کیدای شي.

نور خبرونه

رادیو