ټیک ټاک د یکشنبې په ورځ په امریکا کې تړل کیږي

۴ ورځې مخکې

ټیک ټاک وایي چې که د بایډن له لوري ډاډ ترلاسه نه شي، د یکشنبې په ورځ به په متحده ایالاتو کې بند شي.

ټیک ټاک تېر ماښام خبرداری ورکړ چې که د ولسمشر جو بایډن ادارې له خوا د اپل او ګوګل په څېر ډاډ ورنه کړل شي، نو دغه ټولنیزه شبکه به د یکشنبې په ورځ په متحده ایالاتو کې بنده شي.

د امریکا سترې محکمې د جمعې په ورځ په دغه هېواد کې د ټیک ټاک د بندولو یوه لایحه تایید کړه چې که چینایی شرکت بایټ ډانس یې ونه پلوري نو وبه تړل شي.

د محکمې پریکړې دغه ټولنیزه شبکه او د دې ۱۷۰ میلیونه امریکايي کاروونکي په یوه سردرګمه حالت کې اچولي.

اوس د ټیک ټاک راتلونکې په ډونالډ ټرمپ پورې تړلې ده، چې د دوشنبې په ورځ د ولسمشرۍ پر څوکۍ کښیني، خو له چین سره د هغه رقابتي ماضي ته په پام داسې نه ښکاري چې نوموړی دې ټیک ټاک په غیر مشروط ډول کار ته پریږدي.

ټیک ټاک شرکت وویل، چې «که د بایډن اداره سمدستي پرېکړه ونه کړي، نو له بده مرغه ټیک ټاک به اړ شي چې د جنوري پر ۱۹مه نېټه بند شي».

اپل، ګوګل، اوریکل او نور ممکن له ټیک ټاک سره د ګډو خدماتو له امله له بندیز وروسته له لویو جریمو سره مخ شي.

دغه لایحه تیر کال د کانګرس دواړو ګوندونو ومنله او بایډن لاسلیک کړه.

ټیکټاک، بایټ ډانس او د دې اپلیکیشن ځینو کاروونکو دغه لایحه ننګولې، خو د امریکا سترې محکمې پریکړه وکړه چې دغه لایحه د امریکا د اساسي قانون له لومړي ترمیم سره مخالفه نه ده.

بایټ ډانس تر اوسه ټیک ټاک نه دی پلورلی، خو د یکشنبې مهلت ته نږدې شوی.

ټرمپ، چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د ټیک ټاک د بندولو هڅه کړې وه، ویلي چې د دغه اپلیکیشن د ژغورلو لپاره به اقدامات وکړي.

د ټیک ټاک اجرایه رییس شاو زي چیو پلان لري چې د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ټرمپ د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.

ټرمپ وویل چې هغه او د چین ولسمشر شي جینپینګ د ټیکټاک په اړه د جمعې په ورځ په یوه ټیلیفوني اړیکه کې خبرې کړې دي.

له کلونو راهیسې ټیک ټاک چینايي شبکې د امریکایي مشرانو اندیښنې راپارولي او د ټیک ټاک جنګ په داسې وخت کې روان دی چې د نړۍ دوه ستر اقتصادي ځواکونه د سوداګرۍ په برخه کې له زیات ټکر سره مخ دي.

د کانګرس غړو او د بایډن ادارې ویلي چې چین کولای شي د ټیک ټاک په مرسته د میلیونونو امریکایانو په اړه ډېټا راټوله کړي.

له دې وړاندې پر ټیک ټاک په افغانستان، البانیا، استونیا، بریټانیا، اروپايي ټولنې، فرانسې، هالنډ، ناروې، ډنمارک، کاناډا، نیوزیلنډ، هند، تایوان او پاکستان کې وخت ناوخته بشپړ یا نیمه بندیزونه لګېدلي دي.

نور خبرونه

رادیو