په غزه کې د اسراییل په تازه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ کسان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۳

د غزې د ملکي دفاعي ادارې ویلي، چې د شنبې په ورځ د اسراییل په هوايي بریدونو کې د دوو ماشومانو په ګډون اته تنه وژل شوي دي.


د اسراییل پوځ بیا ویلي، چې دوی د حماس وسله وال په نښه کړي دي.
د غزې د دفاع ادارې وياند تاييد کړې، چې د غزې په شمالي ښار جباليه کې د حلوا پر ښوونځي د اسرایيل د توغنديو په بريد کې د دوو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون اته تنه وژل شوي دي.
نوموړي وویل، چې په دغه ښوونځي کې له جګړې بې ځایه شويو کسانو پناه اخیستې وه.
اسراییل ویلي، چې هوایی ځواک "د قوماندې او کنټرول مرکز کې په ترهګرو باندې دقیق برید ترسره کړی" چې دمخه یې په جبالیه کې د حلوا ښوونځي نه ګټه اخیسته.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا ودانۍ یې ځکه په نښه کړې چې "له ښوونځي څخه د حماس ترهګرو د بریدونو د پلانولو او ترسره کولو لپاره کار اخیستی و."
د غزې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۶ زره او ۵۳۷ فلسطینیان چې اکثریت یې ملکي وګړي دي، د اسراییل په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.
د یادلو ده، چې ملګرو ملتونو دغه ارقام د باور وړ بللي دي.

نور خبرونه

رادیو