امریکا له ۱۲ توپانونو څخه د ۱۲۶۶ میلیارد ډالرو زیان لیدلی

۶ ورځې مخکې

د لاس انجلس په ګډون د کالفورنیا ایالت بېلابېلې سیمې په یوه وخت کې له بې ساري ناورین سره مخ شوې او لا هم دوام لري او زیان یې تر نن (یکشنبه) پورې ۱۵۰ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.

دې ځنګلي اورونو سخته بربادي رامنځته کړه او ستر قیمتي کورونه يې له منځه يوړل، چې ځينې يې د امريکايي چارواکو او د هاليووډ د فلمي ستورو اړوند دي.
دغې اورلګېدنې د ځاني او روحي زيانونو تر څنګ ډېر درانه مالي زيانونه هم اړولي دي.
لومړني اټکلونه ښیې، چې د دې ناورین مالي زیانونه به نږدې ۱۵۰ میلیارد ډالرو ته نږدې وي، چې دا د امریکا په تاریخ کې یو له خورا سترو طبیعي پېښو له زیانونو څخه حسابېږي.
دا اورلګېدنه یوازې درې میاشتې وروسته له هغه رامنځته شوه، چې د هیلین توپان چې د امریکا ختیځ ساحل لویې برخې یې ولړزولې او شاوخوا ۷۸،۷ میلیارد ډالر زیان یې واړوه.
د هیلین توپان د امریکا په تاریخ کې اووم تر ټولو ستر زیان رسوونکی طبیعي ناورین بلل کېږي.
په متحده ایالاتو کې د ۱۰ تر ټولو قیمتي طبیعي پېښو څخه ۶ په تېره لسیزه کې پیښ شوي، چې درې یې د ۲۰۲۰ کال راهیسې پېښېږي.
د دغو ۱۲ طبیعي پېښو چې په امریکا کې رامنځته شوي، ټول زیان یې له ۱۱۱۶ میلیارد ډالرو څخه ډېر اعلان شوي او که په لاس انجلس کې د وروستۍ اورلګېدنې ۱۵۰ میلیارد ډالرو اټکل شوي زیانونه ور اضافه شي، نو د دې زیانونو اندازه ۱۲۶۶ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

نور خبرونه

رادیو