د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې تېره ورځ یې د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د یوې ډلګۍ د مشر په ګډون پنځه وسله وال وژلي دي.
پوځ وايي، دغه وسله وال یې د عملیاتو پر مهال وژلي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې نن شنبه د (مرغومي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ یې د پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ په مدي سیمه کې د یوه ډلګۍ د مشر په ګډون یې پنځه وسله وال د عملیاتو پر مهال وژلي او له دوی څخه ځینې وسلې هم لاسته ورغلې دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د پوځ او ایف سي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د شفیع الله په نوم چې په شفیع مشهور و د وسله والو د یوې ډلګۍ مشر وژل شوی.
تر اوسه پورې لا تحریک طالبان پاکستان په دې اړه څه نه دي ویلي.
خبرپاڼه زیاتوي چې، له دغو وسله والو څخه وسلې او مهمات هم لاسته ورغلي، چې د «امنیتي ځواکونو په وړاندې په ترهګریزو فعالیتونو او همدارنګه د بې ګناه ملکي وګړو په هدفي وژنو کې ترې کار اخیستل کیده.»
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې په سیمه کې د وسله والو پر ضد لا هم عملیات روان دي او هڅه یې دا ده چې دغه سیمه د وسله والو څخه پاکه کړي.