کابل ښاریان د څښاک د پاکو اوبو له کمښت سره مخامخ دي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۲

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي وایي، چې په دغه ښار کې تر بل هر وخته د ځمکې په تل کې اوبه ککړې شوې او هم د اوبو کچه ټیټه شوې چې له امله یې دوی د څښاک اوبو له کمښت سره مخامخ شوي دي.

د کابل په د همزنګ سیمه کې د کابل د یو شمېر نورو سیمو په څېر ځايي اوسیدونکي د څښاک اوبو د کمښت له کبله له خصوصي شرکتونو څخه د څښاک پاکې اوبه په بیه اخلي.
د همدې سیمې یو تن اوسیدونکی محب الله وایي: «له یوې خوا هوا سړه شوې او له بل لوري د څښاک اوبو د نشتوالي له امله اړ دي چې په بیه اوبه واخلي.»
هغه زیاتوي چې د اقتصادي ستونزو له امله ډېر شمېر خلک د څښاک د پاکو اوبو د پېرلو توان هم نه لري.
د څښاک د پاکو اوبو کمښت په کابل کې پر یو کاروبار هم بدل شوی او ګڼو شرکتونو په دې برخه کې فعالیتونه پیل کړي چې کابلیان یې له لوړو بیو هم شکایتونه کوي.
د کابل د یو بل اوسیدونکي حاجي نورالله په خبره، دا ورته خورا ستونزمنه ده چې په لوړه بیه له بېلابېلو شرکتونو څخه د څښاک اوبه اخلي؛ خو پرته له دې بله لاره هم نه لري.
د طالبانو د ښاري اوبو رسولو لوی ریاست هم په کابل ښار کې دغه ستونزه مني او لامل یې په دغه ښار کې د نفوسو د ډېریدو تر څنګ د اوبو بې ځایه لګښت هم بولي. د طالبانو د یاد ریاست مشر مولوي غلام الرحمن په وینا؛ د کابل ښار د اوبو د کمښت لپاره یې په پغمان او پنجشیر کې د اوبو رسونې پر ځینو پروژو کار پیل کړی دی.
طالبانو تر دې پخوا هم کابل ښار ته د پاکو اوبو رسولو د بېلابېلو پروژو خبر ورکړی و؛ خو لا یې هم ورته د عمل جامه نه ده اغوستې او یوازې د ژمنو تر کچې پاتې دي.
د اوبو د ځینو متخصصینو د موندنو په اساس د کابل ښار دننه تر ځمکې لاندې اوبو تر څېړنو وروسته جوته شوې چې په کې ډېر شمېر باکټریاوې شته او نورې د څښاک وړ نه دي.
تر دې پخوا د جمهوري نظام پر مهال د چاپېریال ساتنې ادارې هم د کابل ښار د اوبو د ککړتیا کچه د اندیښنې وړ بللې وه. روغتیاپالان په دې باور دي چې د ککړو اوبو له څښاکه د لویې تبې، نس ناستې، تور زیړی او ځینې نورې ناروغۍ پیدا کېږي.

نور خبرونه

رادیو