د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: د اوبو حق د ترلاسولو لپاره له طالبانو سره خبرې کوو

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۲

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي: « ایراني چارواکي به له طالبانو سره د اوبو حق د ترلاسه کولو لپاره خبرې وکړي.»

مسعود پزشکیان نن له افغانستان او پاکستان سره پر پوله سیستان او بلوچستان ولایت ته سفر درلود، چې د اوبو له پلوه یې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

د ایران ایسنا خبري اژانس د نوموي له قوله وايي چې په دغه ولایت کې د اوبو ستونزو لپاره کارډله جوړه شوې ده.

د هغه په خبره: «پریکړه وشوه چې د سیستان او بلوچستان والي او هغه ډله، چې د اوبو حقونو په اړه کار کوي د ګاونډي او ورور هېواد سره کېنې او خبرې وکړي، چې د خپلو اوبو د حق ونډه ولرو.»

نوموړي د سمندر پر غاړه پروتوالی او له افغانستان او پاکستان سره ګاونډیتوب د دغه ولایت د پراختیا لپاره طلايي چانس وباله.

ولسمشر د چابهار بندر پر پراختیا ټينګار وکړ: « د مشرتابه لخوا د وړاندې شوي لید پر بنسټ، موږ د چابهار د پراختیا په لټه کې یو او دا سیمه باید د متخصص لید او علمي ډیزاین سره پراختیا ومومي.»

ایران د چابهار له لارې غواړي چې افغانستان د کراچۍ پر ځای بدیل بندر ولري او همدارنګه هند هم منځنۍ اسیا ته لار پیدا کړي.

که څه هم د دغه بندر د پراختیا لپاره له کلونو هڅې کېږي، خو لا هم ترې د توکو لېږد دودیزه بڼه نه ده موندلې.

نور خبرونه

رادیو