د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد پولیسو ويلي، چې دغه ښار ته غځېدلې لارې یې د نجونو د زدهکړو اړوند دوه ورځینۍ غونډې د امنیت ټینګولو له امله تړل شوې دي.
اسلام اباد نن «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو» اړوند کنفرانس د جوړېدو کوربه دی.
د تېرې پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې په دې کنفرانس کې به د ۴۴ مسلمانو هېوادونو د پوهنتونونو د غړو په ګډون ۱۵۰ نړۍوال شخصیتونه برخه اخلي.
د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد پولیسو نن شنبه د (مرغومي ۲۲مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي، چې دغه ښار ته غځېدلې لارې یې د نجونو د زدهکړو اوړند دوه ورځیني کنفرانس ته د بهرنیو میلمنو د ورتګ او د امنیت ټینګولو له امله تړل شوې دي.
پولیسو ویلي، چې نن د جنورۍ ۱۱مه او سبا ۱۲مه به د دغه ښار دوه لویې لارې سرینګر او اسلام اباد ایکسپریس سړکونه د ټرافیکو پر مخ تړلي وي.
ویل کیږي، دغه کنفرانس د اسلامي نړۍ د سرمنشي محمد بن عبدالکریم العیسی په وړاندیز جوړیږي.
د کنفرانس موضوع «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده کړې، ننګونې او فرصتونه» بلل شوې او موخه یې د نړۍ په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې ننګونو ته رسیدنه ښودل شوې.
د نجونو د زدهکړو اړوند دغه کنفرانس کې د ګډون كوونكو مېلمنو د ورتلو پر مهال د سرينګر او اسلام اباد ایکسپریس لویې لارې د تګ راتګ لپاره تړلې شوې دي.
دغه کنفرانس ته د طالبانو استازی هم وربلل شوی و؛ خو د راپورونو له مخې چې دغې ډلې په یاد کنفرانس کې له برخې اخیستلو ډډه کړې.
په ۲۰۲۱ کال کې ورته کنفرانس په اسلام اباد کې جوړ شوی و چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په کې برخه لرله.