په لغمان کې ځايي سرچینو افغانسان انټرنشنل ته وویل، طالبانو په تېر جمهوري حکومت کې د دغه ولایت د دولت شاه ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان محمد اعظم باختر فراشغاني نیولی.
د سرجینو په وینا،لغمان کې د طالبانو استخباراتو د مرغومي پر ۱۹مه نوموړی ور غوښتی او بیا یې زنداني کړی.
د نیول شوي پخواني قومندان نژدې خپلوانو هم افغانستان انټرنشنل ته ومنله چې د نیولو پرمهال د طالبانو د استخباراتو په ریاست کې نوموړی سخت وهل شوی او بیا زندان ته اچول شوی دی.
نژدې خپلوان:« قومندان اوس مهال دهقاني کوله خو په لغمان کې د طالبانو استخباراتو ریاست په غوښتنه ورغلی و خو هغوی دی نیولی او بیا یې کابل ته انتقال کړی دی.»
د نوموړي خپلوان وایی چې د طالبانو راتګ سره هغه ټولې وسلې طالبانو ته سپارلې وې او هم یې له دوی د ټولبښنې کارت هم ترلاسه کړی و.
په تېر جمهوري حکومت کې د لغمان یو پخوانی امنیه قومندان افغانستان انټرنشنل ته وویل چې محمد اعظم باختر فراشغاني کلونه د طالبانو برضد سختې جګړې کړې او د طالبانو پرضد یو غښتلی قومندان و.
هغه په دې باور و، که د بشري حقونو سازمانونه او په کابل کې د یوناما دفتر یې په خوشي کولو کې هڅې ونه کړی نو د وژل کېدو امکان یې ډېر دی.
تر اوسه طالبانو په رسمي ډول په دې هکله څه نه دي ویلي.
سرچینو تر دې مخکې او د مرغومي په ۱۶مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو استبخاراتو په تېر حکومت کې د لغمان د دولت شاه او الینکار ولسوالیو پخوانی ولسوال حبیب الله نیولی دی.
سرچینې ویلي و، نیول شوي ولسوال حبیب الله اوس هم د طالبانو تر واک لاندې ولایت مقام اداري برخه کې دنده درلوده.
که څه هم د طالبانو د واکمنېدو په درشل کې ملا هبت الله خپلو مخالفانو ته ټولبښنه وکړه، خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام کارکوونکي په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.