د پاکستان په روغتیا وزارت کې د پولیو د له منځه وړلو ادارې منلې چې په کراچۍ کې پر یوه ماشوم د پولیو تازه پېښه ثبت شوې ده.
دغه وزارت ویلي، چې د دغې پېښې نمونه په تېر ۲۰۲۴ کال کې اخیستل شوې وه، چې په دې سره د ټولو پېښو شمېر ۷۰ ته ورسېد.
په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو د پېښو شمېر د کراچۍ په ختیځو سیمو کې دوو ته رسېدلی دی.
په ۲۰۲۴ کې د پاکستان د پولیو له پيښو ۲۷ د بلوچستان، ۲۱ د خېبرپښتونخوا، ۲۰ د سند او یو، یو له پنجاب او اسلام اباد سره تړاو لري.
د پولیو ۶۹ مه پېښه د خېبرپښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې په یوې ۱۳ میاشتینۍ ماشومې څرګنده شوې وه.
که څه هم اوسمهال د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د ګوزڼ ناروغي کابو شوې؛ خو پاکستان او افغانستان دوه هغه هېوادونه دي، چې لا هم ماشومان په دغې ناروغۍ اخته کیږي.
بل پلو د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ زېږدیز کال په افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.
دغه سازمان وایي، چې لا هم په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې شته چې تېر کال په دغو دوو هېوادونو کې ټول ټال ۹۲ ماشومان په دغې ناروغۍ اخته شوي.
پاکستان کې د روغتیا چارواکي وايي، هڅه یې دا ده چې د پولیو کیسونه صفر ته راښکته کړي خو وايي، په هغو سیمو کې چې نا امني ده د پولیو کمپاین له ستونزو سره مخ دی.