د کډوالۍ د ادارو د معلوماتو له مخې، له سعودي عربستان څخه د ۷ سوالګرو په ګډون ۲۳۲ تنه او له متحده عربي اماراتو څخه ۲۱ تنه پاکستانیان ایستل شوي دي. دغه ادارې زیاتوي چې له چین، قطر، اندونیزیا، قبرس او نایجیریا څخه هم پاکستانیان ایستل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، د ایستل شویو کسانو څخه د یو تن تابعیت شکمن دی، په داسې حال کې چې ۱۶ مسافر کراچۍ ته په رسېدو نیول شوي دي او له جواز پرته د حج پر تللو نيول شوي دوه کسان د سزا له پوره کېدو وروسته بېرته وطن ته لېږل شوي او څلور پاکستانيان چې عمرې ته تللي وو، د زياتې مودې د پاتې کېدو سزا ورکړل شوې ده.
دغه دارې وايي، چې له متحده عربي اماراتو څخه ایستل شویو ۲۱ پاکستانیانو کې ۴ یې د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري.
د کډوالۍ له قانون سره سم، له چین، قطر، اندونیزیا، قبرس او نایجیریا څخه هم یو یو پاکستانی بهر شوی دی.