ځینو افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې تېره شپه د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد په ایف ۱۸ فیصل ټاون سیمه کې پولیسو د افغان کډوالو د کورونو پلټنې او د هغوی د نیولو عملیات روان ساتلي و.
وايي، تازه تر شلو پورې کسان له دغې سیمې نیول شوي.
له تېرې جمعې ورځې راهیسې په ټول اسلام اباد او د ورڅېرمه راولپنډۍ په هغوی سیمو کې د پاکستاني پولیسو عملیات روان دي چې افغان کډوال په کې اوسیږي.
پولیس وايي، هغه کډوال نیسي او بیرته یې افغانستان ته شړي، چې په دغه هیواد کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري، خو ډیری کډوال وايي، چې پولیسو داسې کورنۍ هم له پاکستانه ایستلې چې هغوی پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد او بهرنیو هوادونو ته د تلو اسناد لرل.
تېره شپه د اسلام اباد په ایف ۱۸ فیصل ټاون سیمه کې پولیسو تر ۲۰ پورې افغان کډوال تازه نیولي او له ځان سره یې وړي.
د حلیمې بهار په نوم یوې افغانې کډوالې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې پولیسو بیا، بیا د فیصل ټاون سیمه وپلټله او تېره شپه یې هغه کسان ونیول چې په تېرو څو ورځو کې له پولیسو پټ شوي وو.
د دې تر څنګ د اسلام اباد له پېښور موړ څخه یو افغان کډوال چې نه یې غوښتل نوم یې خپور کړو افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې د ډيریو کورنیو سړي له کورو وتلي او د ښار په څنډو کې شپې تیروي، چې ګنې پولیس یې ونه نیسي.
هغه وايي، همدا نن سهار د جي ۹/۴ په سیمه کې تازه پلټنې پیل شوې.
واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته هغه سیاستوال، خبریالان، مدني او د بشر حقونو فعالان او حکومتي کسان چې ژوند یې له ګواښ سره مخ و، او غوښتل یې چې له هبواد بهر ولاړ شي، پاکستان کې مېشت شول او بهرنیو هیوادونو ته د تک په تکل هلته اوسیږي.
تېره ورځ چهارشنبه د بښنې نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا څانګې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او په زور افغانستان ته د ستنولو په غبرګون کې پردغه هېواد غږ کړی، چې د افغان کډوالو نیول، بندي کول او ځورول دې ژر تر ژره ودروي.
دغه سازمان وايي، د بشري حقونو د نړۍوال قانون له مخې، ټول کډوال او پناه غوښتونکي که د اوسیدو قانوني اسناد هم ونه لري، د رغونې حق لري او په زور له ستنولو خوندي دي.
د روان میلادي کال له پیل سره سم پاکستاني پولیسو د اسلام اباد او وروسته د ور څېرمه راولپنډۍ په هغو سیمو کې پرله پسې یوه اوونۍ د پلټنو او نیولو عملیات وکړل، چې په دې لړ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې زر تنه افغان کډوال نیول شوي او نږدې دوه سوه تنه افغانستان ته اړول شوي، چې د دوی په ډله کې خبریالان هم دي.