د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګه وایي، چې د خيبرپښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې درې امنیتي سرتېري او ١٩ وسلهوال وژل شوي دي.
د دغې ادارې لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جنورۍ په شپږمه او اوومه نېټه امنیتي ځواکونو د پېښور په «متنيو» سیمه کې عملیات ترسره کړل او د دغو عملیاتو په ترڅ کې د وسلهوالو یو پټنځای په نښه شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د متنيو په عملياتو کې اته تنه وسلهوال وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د مومندو ولسوالۍ په بايزي سيمه کې هم د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عمليات شوي چې د ډزو په تبادله کې اته وسلهوال وژل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، درېیم عملیات د امنیتي سرتېرو لهخوا په کرک سیمه کې ترسره شول، چې په ترڅ کې یې ۳ وسلهوال ووژل شول؛ خو د سختې نښتې په ترڅ کې د عباس علي، نېک محمد نذیر او نېک محمد عثمان په نامه درې سرتېري هم وژل شوي دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، په سيمه کې د نورو وسلهوالو پر وړاندې چاڼیز عمليات هم روان دي.
تر دې وړاندې د پاکستان پوځي چارواکو ویلي و، د وروستي وسلهوال مخالف پر ضد به خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.
په تېر یو کال کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبې د سختو نا امنیو او تاوتریخوالي شاهدې وې، چې له امله یې د پاکستان لسګونه امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.