مولوي کبیر په افغانستان کې د ایران له سفير غوښتي چې افغان کډوال په زور ونه باسي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۹

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبير په افغانستان کې د ایران له نوي سفير سره په ليدنه کې له دغه هېواده غوښتي، چې د کډوالو له جبري ايستلو ډډه وکړي.

ایراني سفير د اړيکو پر پراختیا ټينګار کړی او د چابهار بندر فعالول يې د خپل کار لومړیتوب بللی دی.

د طالبانو ارګ د چارشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې د طالب استازو او په افغانستان کې د ایران د نوي سفير علي رضا بیګدلي د پېژندګلویزې ناستې خبر ورکړی.

په ناسته کې رضا بيګدلي د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پر پراختیا ټينګار کړی او ويلي یې دي چې «د چابهار بندر فعالول او پرانیستل به یې د هڅو په سر کې وي.»

هغه مولوي کبير ته تهران ته د سفر بلنه ورکړې ده.

د طالبانو سیاسي مرستیال مولوی کبیر په دې ليدنه کې ویلي، چې له هېوادونو سره اړېکي يې د نورو تر اغیز لاندې نه دي او د سيمه یيز ثبات او اقتصادي پياړتيا په هڅه کې دي.

دغه طالب چارواکي له ایراني پانګوالو او سوداګرو غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونې وکړي.

عبدالکبير له ايراني سفير څخه د افغان کډوالو اړوند غوښتي چې «افغان کډوالو ته دې لازمې اسانتیاوې برابرې شي. له هغوی سره دې نرمي وشي او د افغان کډوالو له اجباري ایستلو دې ډډه وشي.»

که څه هم طالبان او ایران په خپلو کې نږدي اړیکي سره لري خو لا هم د ایران د حقابې او په ایران کې پر افغان کډوالو د کړۍ تنګولو مسایل د دواړو خواوو تر منځ په یوه ترینګلي او لانجمن حالت کې پاتې دي.

نور خبرونه

رادیو