په بادغیس کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲ کسان مړه شوي او یوه ښځه ټپي ده

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۹

په بادغیس ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې په ګډون ۲ کسان مړه شوي او یوه بله ښځه ټپي ده.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس په یاد ولایت کې د دغې ډلې د امنیه قومندانۍ د ویاند صدیق الله صدیقي له قوله خبر ورکړی، چې دا پېښه د چهار شنبې په ورځ سهار مهال د قلعه ی نو- هرات په لویه لار د لامان په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د راپور له مخې، دا پېښه هغه مهال شوې ده، چې یو سراچه ډوله موټر له سړک څخه واوښت او رود ته وغورځېد.
د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو بیا په ځانګړې توګه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو واورو او توپانونو له امله ترافیکي پېښې زیاتې شوي دي.
څو ورځې وړاندې په کابل کې د ایمرجنسي روغتون وویل، چې د ۲۰۲۱ کال اګست کې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پسې دغه هېواد کې د ټولو ترافيکي پېښو شمېر ۵ برابره شوی دی.
د ايمرجنسي د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۲ کال له مارچ څخه د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې ثبت شوې شمېرې په افغانستان کې د ترافيکي پېښو ۷۸،۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
دغه راپور، چې د لېندۍ ۲۹مه خپور شو، په کې ویل شوي، چې په دې موده کې د ترافيکې پېښو شمېر له ۲ زره او ۶۶۲ څخه ۵ زره ۵۲۰ ته لوړ شوی دی.
د ايمرجنسي د مالوماتو له مخي، د سړکونو د خراب حالت او تېز سرعت سره د ځمکې ښويېدو او د سړکونو د مقرراتو د نه مراعت له امله هم ډېرې پېښې کېږي.

نور خبرونه

رادیو