د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي چې پاکستان نه اسلامي نه جمهوري او نه هم د پاکو خلکو د اوسېدو ځای دی.
اڅکزی نیوکه کوي چې پاکستان یوازینی هېواد دی چې له واړه څخه نیولې تر لومړي وزیر او ولسمشر پورې ټول ددغه هېواد لوټ کول خپل فرض بولي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي نن سې شنبه «د مرغومي ۱۸مه» د
بلوچستان ایالت په چمن کلا عبدالله خان کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل چې په پاکستان کې د قانون هېڅ حیثیت نشته.
اڅکزي وویل، « نه دا هېواد اسلامي دی، نه دا هېواد جمهوري دی او نه هم دا هېواد د پاکو خلکو د اوسېدو لپاره دی. دا یوازینی هېواد دی چې له واړه یې نیولې تر لومړي وزیر او ولسمشره پورې [ټول] ددې ملک لوټول خپل فرض ګڼي».
دغه پښتون سیاستوال په دې باور دی، چې په پاکستان کې روان ناورینونه داخلي رییښې لري او په دې کې د بهرنیو هېوادونو ډېر کم لاس دی.
اڅکزي زیاته کړه، « پاکستان چې له کومې ورځې جوړ شوی دی، زموږ د ناسمو کړنو، ناسمو چلندونو او زموږ د خرابو کارونو له امله د سرطان ناروغۍ ته ورته ورځ تر بلې کمزوری کېږي.»
محمود خان اڅکزی د پاکستان د پرمختګ لپاره د «متفقه قانون» واکمني اړینه ګڼي.