متحده اماراتو او پاکستان د استراتیژیکو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۷

د متحده اماراتو مشر شېخ محمد بن زاید ال نهیان د یکشنبې په ورځ د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره د پنجاب په رحیم یار خان ښار کې په کتنه کې د دواړو هېوادونو د استراتیژیکو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر اعلان وکړ، چې په دې کتنه کې د اقتصادي، سیاسي او فرهنګي مسایلو په اړه خبرې اترې شوې دي.
د متحده اماراتو له مشر څخه لومړي وزیر شهباز شریف، د پنجاب سر وزیرې مریم نواز، دفاع وزیر خواجه اصف او یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو هر کلی وکړ.
د پاکستان لومړي وزیر په دې کتنه کې د پاکستان د پرمختګ په ملاتړ کې د متحده عربي اماراتو د کليدي رول ستاينه وکړه او د نوي کېدونکي انرژۍ، ټکنالوژۍ، سوداګرۍ، زېربناوو او د مهارتونو د پراختيا په برخو کې د خپل هېواد د همکارۍ د پراختيا پر هڅو ټینګار وکړ.
شېخ محمد بن زاید ال نهیان د اماراتو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د دې هېواد لېوالتیا په ځانګړي ډول د کانونو او کرنې په برخو کې څرګنده کړه.
نوموړي همدارنګه وویل، چې د پاکستان اقتصادي ودې او ثبات د دوه اړخیزو پانګونو لپاره نوي فرصتونه برابر کړي دي.
د اماراتو مشر له پاکستان سره په اوږدمهاله همکاریو ټینګار وکړ او د دواړو ملتونو ترمنځ د خلکو اړیکو او ګډې هوساینې اهمیت یې په ډاګه کړ.

نور خبرونه

رادیو