د شمالي وزیرستان په میرعلي ولسوالۍ کې یو شمېر کورنۍ د جګړو او تاوتریخوالي زیاتېدو له وېرې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.
په سیمه کې خبریالان وایي، چې هره ورځ له دغې سیمې له لسو تر شلو کورنیو خپلې مېنې پرېږدي.
د میرعلي اوسېدونکي په دغې سیمې کې د خراب امنیتي وضعیت څخه سرټکوي.
تر دې میاشت مخکې هم د میرعلي خلکو له حکومتي چارواکو او مشرانو سره د ترینګلي امنیتي وضعیت په اړه خپلې ستونزه شریکې کړې وې؛ خو په وینا یې دغه ناستې او جرګې ګټورې نه وې.
ځایي خلک وایي، چې د شپې لهخوا پولیس د ټيټيپي له ډاره بهر نه شي وتلای چې د خلکو امنیت ټینګ کړي او وخت نا وخت د خلکو په کورونو چاپې وهي او خلک ځوروي.
له بل پلوه پښتون سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسیاب خټک بیا په دې اړه وایي، «پښتونخوا د یوې داسې جګړې سره مخ ده چې د ریاست د غلطو پالیسیو له امله را منځته شوې ده.»
هغه پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د دغې سیمې «طبيعي زېرمې لوټېږي او ځوانان يې د لويو قدرتونو په خپلمنځي جګړو کې وژل کېږي.»
په دې وروستیو کې په قبایلي سیمو کې پاکستاني پوځ خلکو ته ویلي، چې خپلې سیمې پرېږدي، چې دوی په وسله والو پسې د لټون عملیات پیلوي.