ټي‌ټي‌پي: پر امنیتي ځواکونو د بریدونو تر څنګ به د پوځ اقتصادي بنسټونه په نښه کړو

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۷

تحریک طالبان پاکستان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د بریدونو تر څنګ به پر پوځي شرکتونو بریدونه پیل کړي.

ټي ټي پي وایي، هڅه کوي چې د پاکستاني پوځ اقتصادي بنسټونه ونړوي.

د تحریک طالبان پاکستان په خبرپاڼه کې راغلي: «لکه څنګه چې ټول پوهېږي، د پاکستاني پوځ د پیاوړتیا اصلي سرچینه هغه عواید دي چې له امله یې د تېرو اویا کلونو راهیسې پر دغه هیواد حاکم دی.»
په دغې خبرپاڼه کې د ځینو شرکتونو نومونه هم راغلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، تر دې وروسته به دغه شرکتونه هم د دوی په هدفونو کې شامل وي.
خبرپاڼه زیاتوي: «موږ دوی ته درې میاشتې وخت ورکوو، چې په دغه شرکتونو کې پانګه‌وال دې خپلې ونډې له شرکتونو څخه وباسي.»
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د پاکستان پر پوځ او همدا ډول په دې ادارو کې کار کوونکي دې هم درې میاشتې د خپل ځان لپاره د عاید متبادلې سرچینې ولټوي.
دوی دارنګه هغه هټۍوالو ته چې د پوځ محصولات کاروي هم دوه مياشتې وخت ورکړى چې دغه محصولات په دوو مياشتو کې له مخې لرې کړي او په راتلونکي کې د هغوى پر ځاى نور محصولات واخلي.
د پاکستاني طالبانو تحریک دارنګه دغو هټۍوالو ته خبرداری ورکړی، که دوه میاشتې وروسته هم د دوی په پلورنځيو کې پوځي توکي وموندل شي؛ نو د دوی غړو ته به امر کېږي، چې دا توکي وسوځوي او یا یې ويجاړ کړي.

ټي ټي پي داسې مهال د پاکستان پوځ پر شرکتونو د بریدونو ګواښ کوي چې په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې پر پوځ او نورو امنیتي ځواکونو بریدونو زور اخیستی. او امنیتي ځواکونو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوړي.

نور خبرونه

رادیو