په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې په پاکستان کې تر ۵۰ ډېر افغان کډوال تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
د پاکستان حکومت له تېرې جمعې ورځې راهیسې په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات روان کړي.
دغه دفتر پر اېکس پاڼه لیکلي، دغه کسان چې ډېرو يې قانوني اسناد هم لرل؛ د دغه هېواد د امنيتي مسوولانو لهخوا نیول شوي وو، چې له دوو څخه تر يوې مياشتې پورې بنديان وو.
په دغې لیکنه کې راغلي، چې دغه کسان تر خوشې کېدو وروسته طالب چارواکو ته وسپارل شول.
دغه دفتر زیاته کړې ده، چې له دغو کسانو سره په تورخم کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان مرسته وکړه.
دغه اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي، چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ځورونې او نېونې زور اخیستی.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، چې د اسلام اباد پولیسو په یو لړ عملیاتو کې ۱۲۷ تنه افغانان نیولي دي.
په وروستیو کې د نیول شویو کسانو برخلیک لاهم روښانه نه دی.
د راپورونو له مخې، پاکستاني پولیسو د دغو عملیاتو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه افغان کډوال نیولي او بندیان کړي دي.