د ایران د بشري حقونو سازمان: اسلامي جمهوریت تېر کال ۳۱ ښځې اعدام کړې دي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۷

د ایران د بشري حقونو سازمان، چې مرکز یې په ناروې کې دی، خبر ور کړی چې د ایران اسلامي جمهوریت په ۲۰۲۴ کال کې ۳۱ ښځې په بېلابېلو تورونو اعدام کړې دي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې دا په تېرو ۱۵ کلونو کې د ښځو د اعدامونو تر ټولو لوړه شمېره وه.

د بشري حقونو دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د مرغومي ۱۷مه «په ایران کې د ښځو او د اعدام سزا» په سرلیک یو راپور خپور کړ.

د دغه راپور له مخې، د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د ایران اسلامي جمهوریت لږ تر لږه ۲۴۱ ښځې په بېلابېلو تورونو اعدام کړې دي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې ۱۹ ښځې د قتل په تور او ۱۲ ښځې د نشه يي توکو په تور اعدام شوې دي.

په راپور کې راغلي: "د قتل په بدل کې د ښځو اعدام اوس تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی ځکه چې د ایران د بشري حقونو سازمان په سیسټماټیک ډول په ایران کې اعدامونه ثبت کړي دي."

دغه راپور ښیې چې د دغو اعدامونو له جملې ۲۷ یې د ایران اسلامي جمهوري دولت رسمي بنسټونو او رسنیو نه دي اعلان کړې، په داسې حال کې چې یوازې څلور یې په رسمي توګه اعلان شوې دي.

نور خبرونه

رادیو