طالبانو د اسلام اباد په کوربتوب «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زدکړو» کنفرانس کې کډون ونه کړ

۳ ورځې مخکې

طالبانو، چې د نجونو پر زدکړو یې بندیز لګولی، د پاکستان په کوربتوب په اسلامي نړۍ کې د نجونو د تعلیم په اړه نړیوال کنفرانس کې له ګډون ډډه کړې.

د پاکستان د پوهنې وزیر خالد مقبول صدیقي ویلي، "موږ افغانستان ته د ګډون بلنه ورکړې وه، خو د افغان حکومت هیڅ استازی کنفرانس ته حاضر نه شو."

دا کنفرانس په اسلامي نړۍ کې د نجونو د زدکړې د ودې لپاره جوړ شوی دی.

په افغانستان کې طالبانو بیا واکمنېدو سره د نجونو پر زدکړو بېلابېل محدودیتونه لګولي دي نو له همدې امله د طالبانو حکومت په نړیواله کچه له سختو نیوکو سره مخ دی.

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول په دغه کنفرانس کې د نه کډون په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم کوم غبرګون ښودلی دی.

د دغه دوه ورځني کنفرانس په پای کې به د مسلمانو هېوادونو له لوري‌ یو پرېکړه لیک هم خپور شي.
د مسلمانو هېوادونو په دغه کنفرانس کې به د اسلامي هېوادونو دننه د نجونو زدکړو پر وړاندې د ننګوونو او شته فرصتونو په تړاو خبرې وشي او د حل لارې چارې به ورته ولټول شي.

د "په مسلمانو ټولنو کې د نجونو تعلیم" تر سرلیک لاندې کنفرانس نن او سبا په پاکستان کې د ۴۰ زیاتو اسلامي هېوادونو په ګډون سره جوړ شو.
د طالبانو مشر ملا هبت الله چې ځان د مسلمانو امیرالمومنین ګڼي بیا پر نجونو او ښځو خپل بندیزونو ته د خپلې سختدریځې مفکورې له مخې دوام ورکو‌ي چې په تازه اقدام کې یې نجونې له طبي زدکړو هم وګرځولې.
طالبان نه یوازې دا چې د نجونو د زدکړو په مخالفت کې د افغانانو له لوري ننګول شوي بلکې مسلمانو هېوادونو او نړیوالې ټولنې هم پرې توندې نیوکې کړي؛ خو طالبانو دغو نیوکو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی.

نور خبرونه

رادیو