د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په کورمه کې د جرګې له لوري د جوړو شویو امن کمېټو په ضمانت به د ٨٠ موټرو لومړی کاروان نن له ټل څخه پاړه چنار ته ورسیږي.
ویل کیږي، چې د موټرو په دغه کاروان کې به خوارکي توکي، درمل او سون توکي بار وي.
د خيبرپښتونخوا لوړپوړي چارواکي نديم اسلم چوهدري ويلي، چې امن کمېټې به هيچا ته اجازه ورنه کړي چې کاروان يا تړون ته زيان ورسوي.
په پام کې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې مساپر وړونکي موټر هم د کاروان په بڼه پر دغې لاره تېر شي.
د پولیسو او ملیشه ځواکونو تر څارنې لاندې به په بار وړونکو ګاډو کې تیل، غنم، خوراکي توکي، درمل او نور اړین توکي پاړه چنار ته یوړل شي.
د حکومتي سرچينو د معلوماتو له مخې خلکو ژمنه کړې ده چې په ۱۵ ورځو کې به په بيلابيلو پړاونو کې وسلې پوځ ته سپاري، او په سیمه کې به د جګړې مورچلې ړنګوي.
د سولې د هوکړې په رڼا کې جوړه شوې کمېټه له ځايي خلکو، قومي او سياسي مشرتابه څخه جوړه شوې، چې د ټولو خواوو خلک په کې شامل دي.
په کوهاټ کې تېره اوونۍ د امن په لويه جرګه کې د ګوندونو په استازيتوب ۴۵ کسانو د سولې په تړونلیک لاسليکونه وکړل. چې د جرګې د پرېکړې له مخې لومړی به اوربند کیږي، بیا به له دواړو لوریو وسلې راټولیږي او لومړنیو اړتیاوو پوره کولو ته به هڅه کیږي.
په تړونلیک کې ویل شوي چې که په کومه سیمه کې بیا هم کومه پېښه وشي نو د امن کمېټه به سملاسي فعاله شي. او دویم اړخ به یې په وړاندې د غچ اخیستو هڅه نه کوي.
له هغه وروسته د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزير محمد علي سیف وويل چې د موټرو ړومبی کاروان به د شنبي په ورځ پاړه چنار ته د درملو، خوراکي او د ژوند د نورو ضرورتونو سامان وړي. له دغه کاروان سره د تلونکو خلکو امنیت به نیول کیږي.
د یادونې وړ ده چې په کورمې ولسوالۍ کې د نومبر په ٢١مه د مساپرو پر کاروان د ډزو له پېښې وروسته حالات ترينګلي شوي و. له دغې غمجنې پېښې وروسته پاړه چنار د خیبرپښتونخوا له نورو برخو سره نښلوونکې یوازینۍ لاره له دوه نیمو میاشتو راهیسې تړل شوې، چې له امله یې په سیمه کې د درملو په ګډون د نورو اړینو توکو کمښت رامنځته شوی دی.