د پاکستان ولسمشر اصف علی زرداري او لومړی وزير شهباز شریف وايي، چاته به اجازه ور نه کړي، چې په کورمه کې د سولې تړون شنډ کړي.
دواړو د کورمې په بګن کې نن پر هغه حکومتي کاروان بريد غندلی دی، چې پاړاچینار ته یې مواد لېږدول. په دې پېښه کې د پولیسو ځايي مشر هم ټپي شوی دی.
د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخي ولسمشر اصف علی زرداري د شنبې په ورځ ويلي، چې د هغو کسانو په وړاندي به سخت اقدام وکړي، چې په کورمه کې د سولې تړون هڅې ګډوډوي.
نوموي دغه کسان د خلکو دښمنان بللي او زياته کړې یې ده، چې د دوی موخه د ګډوډۍ جوړول دي.
نوموړي له خلکو غوښتي: « دغو عناصرو ته باید ته اجازه ور نه کړئ، چې په خپلو ناوړه طرحو کې بریالي شي.»
د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف هم ویلي، چې د کورمې د سولې تړون د شنډولو هڅه شوې.
نوموړي د ترهګرۍ پر ختمولو ټينګار کړی او زياته کړې یې ده، چې د سولي او امن دوښمنان به په خپلو موخو کې بریالي نه شي.
د راپورنو له مخي، چې نن سهار د کورمې په بګن کې وسله والو پر هغه کاروان برید کړی، چې پاړا چنار ته یې درمل او اړین توکي رسول.
په دغه برید کې د پولیسو ځايي مشر جاوید الله مسید او درې امنیتي کسان ټپیان شوي.
لومړي وزير په دې پېښه کې د پوليسو د ځايي مشر جاوید الله مسید د ژر روغتیا هیله ښودلې.
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلي امین ګنډاپور هم ويلي، چې حکومت په کمرمه کې د امن او د خلکو د ستونزو حل ته ژمن دی.
ګنداپور په بګن کې پر حکومتي ګاډو بريد غندلی او د اړوند امنیتي مسولينو څخه یې د پيښي د پلټني غوښتنه کړې.
په کورمه کې له کلونو راهیسې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ د ځمکو تر څنګ د غرونو پر وېش جګړې شوي، چې له امله یې دواړو لوریو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتي ده.
له نږدې درې میاشتو راهیسې یو ځل بیا دغو ناندریو او جګړو زور اخیستی، چې له کبله یې د لارو بندیدو له امله حتی ناروغه ماشومان او ښځې مړې شوې.
په کوهاټ کې تېره اوونۍ د امن په لويه جرګه کې د ګوندونو په استازيتوب ۴۵ کسانو د سولې په تړونلیک لاسليکونه وکړل.
د جرګې د پرېکړې له مخې لومړی به اوربند کیږي، بیا به له دواړو لوریو وسلې راټولیږي او لومړنیو اړتیاوو پوره کولو ته به هڅه کیږي.
په تړون کې ویل شوي چې که په کومه کې بیا هم کومه پېښه وشي نو د امن کمېټه به سملاسي فعاله شي او دویم اړخ به یې په وړاندې د غچ اخیستو هڅه نه کوي.