له دوغارون پولې څه باندې ۳۰ زره افغانان ایران ته تر ننوتلو مخکې افغانستان ته ستانه کړل شوي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۴

د ایران په تایباد کې د انقلاب او عمومي څارنوال حجت صدیقي وايي، د همدې لمریز کال له پیل د لیندۍ میاشتې تر پایه یې ۳۰ زره ۸۲۰ ناقانونه افغانان ایران ته له ننوتلو مخکې له دوغارون پولې خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

دوغارون د هرات له اسلام کلا سره پر پوله د ایران ګمرکي سیمه ده.

نوموړي وايي د تېر کال په پرتله د ایستل شویو افغان کډوالو شمېر د پام وړ کم شوی دی.

د ایران د تابیاد عمومي څارنوال حجت صديقي د ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې دغه افغانان مخکي له دې چې ایران ته د اخل شي، د ایران او افغانستان د پولې په شمال ختيځ برخه کې پوله ساتو ځواکونو نيولي.

صدیقي زياتوي، چې د ایران او افغانستان په ګډو پولو کې ډاډمن امنیت، د پولې په ختيځو برخو کې د امنيتي ځواکونو واک او کنټرول، په هېواد کې دننه له قانوني اسنادو پرته د کډوالو سره قانوني چلند او د چارواکو ملاتړ له پولو د بهرنیو اتباعو د ننوتو په راکمولو کې اغېزناک عوامل دي.

څارنوال صدیقي زياته کړه، چې د دوغارون پوله له قانوني اسنادو پرته د کډوالو د وتلو له مهمو لارو ده، چې هره ورځ پر دغه لار کسان خپل خپل هيواد ته ستنيږي.

ده وويل، چې د ايران ١١ ولايتونو کې نيول شوي کډوال به له قانوني لارو چارو وروسته له دې پولې طالبانو ته وسپارل شي.

د نوموړي په خبره، چې د هېواد ختيځي پولې د افغانانو د غیري قانوني ننوتلو لپاره خوندي نه دي او له سرغړونکو سره به جدي قانوني چلند وکړي.

څارنوال وايي، چې ایران هغو افغان کډوالو ته غوره خدمات وړاندي کوي، چې په دغه هېواد کې په قانوني ډول اوسيږي او يا هم د سیاحت لپاره ورځي.

دوغارون پوله له تابياد ښار څخه ۱۸ کیلومتره ليري پرته ده.

د ایران دوغارون سيمه د افغانستان د هرات له اسلام کلا سره پر پوله پروت دی.

نور خبرونه

رادیو