اسلام اباد کې پولیسو د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۴

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په ځانګړي امر له اسلام اباده د بې اسناده افغانانو د ویستلو لړۍ خورا چټکه شوې او هره ورځ لسګونه افغانان تر نیول کیدو وروسته پر تورخم خپل هېواد ته شړل کېږي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې هغه افغانان چې د ویزو موده یې پای ته رسیدلې د پولیسو له لوري نیول کېږي او بیا د دغه هېواد د نادرا یا د ثبت او ډیټا ملي ادارې له لوري تر بایومټریک کیدو وروسته افغانستان ته شړل کېږي.
په تېرو درېیو ورځو کې هره ورځ لسګونه افغان کډوال د اسلام اباد په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او تر بایومټریک وروسته افغانستان ته استول شوي.
تېره ورځ بیا د اسلام اباد په «جي ۷، ایف ۸ او ایف ۷ سکټورونو» کې هم پولیسو په یو شمېر هغو هوټلونو چاپې وهلي او هغه کسان یې ترې نیولي چې د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو له لوري په کې افغانان د لېږد د بهیر په موخه مېشت کړای شوي دي.
د عبدالله په مستعار نوم د کاناډا د کډوالۍ د قضیې درلودونکي افغانستان اینټرنېشنل سره په خبرو کې تائید کړه چې تېره ورځ مازیګر ۴بجې پولیسو له یو ځایي هوټل څخه د «۶تنو نورو افغانانو سره ونیو» او بیا د شپې ناوخته بیرته خوشې کړای شو.
د «مرغومې ۱۴مه» د جمعې په ورځ هم د اسلام اباد په ( بي ۱۷ ) سیمه کې سرچینې افغانستان اینټرنېشنل ته ویلي، چې له سهار راهیسې پولیس کور په کور ګرځي او له افغانانو څخه د ویزو یا د اوسیدو لپاره نور قانوني اسناد غواړي.
د سرچینې په وینا؛ هغه افغانان چې د ویزو موده یې پای ته رسیدلې د پولیسو له لوري نیول کېږي‌ او د اسلام اباد د حاجیانو په کمپ کې تر بایومټریک وروسته تورخم ته استول کېږي.
د وحیدالله په مستعار نوم په اسلام اباد کې یو مېشت افغان وایي، د کورنۍ یو شمېر غړي یې چې د پخواني «جمهوري نظام پر مهال یې پوځي دندې لرلې» اوس یې د پاکستان د ویزو موده پای ته رسیدلې او ویرېږي که د پولیسو له لوري هېواد ته ستانه کړای شي؛ نو د طالبانو له سختو سزاوو سره به مخ شي.
د هغه په وینا؛ د ویزو د تمدید لپاره یې غوښتنلیک هم ورکړی، خو لا تر اوسه یې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت څخه کوم نوی خبر نه دی ترلاسه کړی.
همدا راز په دې وروستیو کې یو شمېر افغانانو ته چې پخوا یې سیاحتي ویزې د شپږو میاشتو لپاره د پیسو په بدل کې غځول کیدې، د پاکستان حکومت د نوې پالیسۍ له مخې یې «موده ۴۵ ورځو ته راټیټه شوې» چې افغان کډوال یې له سختواندیښنو سره مخامخ کړي دي.
د معلوماتو له مخې په اسلام اباد کې پولیس هغه افغان کډوال چې د میشتیدنې قانوني اسناد او ویزې لري هم ځوروي.
په اسلام اباد کې پر افغان کډوالو تر هغې وروسته د پولیسو فشارونه او ځورونو زور واخیست چې د دغه هېواد فډرالي حکومت د عمران خان په پلوۍ په وروستیو لاریونونو کې د افغانانو د نیولو ادعا وکړه او د ورانکارۍ تورونه یې پرې ولګول.
د جمهوري نظام له پرځیدو وروسته د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخ افغانانو په لویه کچه ایران او پاکستان ته مخه کړې او هلته یې د ځانونو د خوندیتوب په موخه د کډوالۍ ژوند پیل کړی، خو لیدل کېږي چې دغو دواړو هېوادونو کې هم پرې ورځ تر بلې کړۍ تنګېږي.
له ایران او پاکستانه یو شمېر ستانه شوي پخواني دولتي کارکوونکي او پوځیان په هېواد کې د طالبانو له لوري شکجه شوي او یا هم وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو