د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي په ایکس پاڼه لیکلي، چې پاکستان او تاجکستان له «مقاومت جبهې» غوښتي چې د واخان واک په لاس کې واخلي.
هغه د احمد مسعود په مشرۍ د«مقاومت جبهې» ته د شمالي ټلوالې نوم کارولی.
د پاکستان مرکزي حکومت او د تاجکستان حکومت په رسمي ډول په دې اړه لا څه نه دي ویلي، خو له تېرو دوو اونیو راهیسې په خواله رسنیو کې د واخان موضوع ښکه پورته کیږي چې ګنې د پاکستان پوځ هلته خوځښتونه پیل کړي.
جان اڅکزي وړاندې ويلي، چې «له دې وروسته به پاکستان، چین او تاجکستان دغه کمربند د دهلیز په توګه کاروي چې شمالي ټلوالې ته به ورکړل شي.»
که څه هم چین دې ته لېواله دی چې د واخان له لارې له افغانستان سره سوداګرېزې اړېکې جوړې کړي خو په دې اړه په څرګنده توګه یې لا څه نه دي ویلي.
اڅکزي په ایکس پاڼه په یوه یادښت کې لیکلي: «د پاکستان او تاجکستان تر منځ اړیکې اوس په ښه کېدو دي. د شمالي ټلوالې مشر او د افغان طالبانو پر ضد د ستر مقاومت د غورځنګ قومندانان هم په تاجکستان کې ناست دي.»
دوه ورځې مخکې ایکانومیک ټایمز لیکلي و، چې پاکستان هڅه کوي د طالبانو پر ضد له تاجکستان سره اړیکې جوړې کړي، چې د افغان - پاکستان سیمهییزو اړیکو پر ښه کېدو اغېز لرلای شي.
یادې ورځپاڼې ویلي و، چې دغه خبرې اترې د کابل او اسلاماباد تر منځ له شخړو وروسته کیږي او ای ایس ای هڅه کوي له مقاومت جبهې سره د اړیکو لارې چارې ومومي.
جان اڅکزی وړاندې لیکي: «افغان طالبان اوس په دوو ډلو وېشل شوي دي. یوه یې کندهاري ډله ده او بله یې حقاني ډله ده. حقاني په کابل کې ناست دی. کندهاري د پاکستان مخالف او د ټي ټي پي پلوي دي او حقاني له پاکستان سره د اړیکو پلوی دی »
د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیر وړاندې لیکلي چې څه موده مخکې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان د خبرو لپاره د کندهار پر ځای کابل ته تللی او دغه کار یې ځکه کړی چې پاکستان د ټي ټي پي په ملاتړ له کندهاري طالبانو خوابدی دی او کابل ناسته یې له حقانیانو سره کړې ده.
طالبانو لا د جان اڅکزي خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی خو دغې ډلې تېرې دوه ورځې د خپلو ځانګړو ځواکونو ویډیوګانې په خواله رسنیو کې خپرې کړې او ورسره لیکلي ېې دي چې واخان تر بشپړ کنټرول لاندې دی