هه‌نګاو: ۲۰۲۴ کال په ایران کې ۱۸۲ ښځې وژل شوې چې ۱۵ سلنه یې ناموسي قتلونه دي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۳

‏ د بشری حقوقو سازمان هه‌نګاو چې د ایران پېښې له بهره څاري، په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې تېر ۲۰۲۴ کال په ایران کې ۱۸۲ ښځې وژل شوې چې ۱۵ سلنه په کې ناموسي وژنې دي.
دغه سازمان په ایران کې د ښځو د وژنو په اړه اندېښنه ښودلې.

‏د هه‌نګاو په نوم د بشری حقوقو سازمان چې د ایران دننه له بشري حقونو سرغړونې له بهره څاري، تېره ورځ چهارشنبه د (مرغومي ۱۲مه) په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په تېر ۲۰۲۴ کال په ایران کې ۱۸۲ ښځې وژل شوې چې د دغو وژنو ۱۵ سلنه ناموسي وژنې ګڼل شوې دي.
دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې د دغو وژنو ډیری پېښې د دغه هیواد په پلازمېنه تهران کې شوې چې یوازې په دغه ولايت کې ۴۶، فارس کې ۱۵، ختیځ اذربایجان کې ۱۳، خراسان رضوي کې ۱۲ او ایلام کې نهه پېښې ثبتې شوې چې په دې ترتیب په نورو ولایتونو کې هم شوې دي.
ډیری دغه وژنې د مقتلو ښځو د کورنیو د نږدې کسانو او خپلوانو له لوري ترسره شوي لکه: میړنو، پخوانيو میړنو، پلرونو، وروڼو او د داسې نورو له خوا ترسره شوې دي.
د ایران حکومت تېر کال په دغه هیواد کې پر ښځو د جبري حجاب اغوستلو لړۍ چټکه کړې وه چې له امله یې ځینې پېښې په تاوتریخوالي هم اوښتې وې.
په ایران کې د اخوندي نظام له رامنځته کېدو وروسته په دغه هیواد کې له بشري حقونو سرغړونې په بیساري توګه زیاتې شوې چې په دې وروستیو کې د اعدام سزاګانو شمېر هم په کې په بیساري ډول زیات شوی دی.
د هغو بندیانو اعدامول چې د «مخدره توکو د قاچاقو او قصدي وژنو» په تورونو اعدام شوي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه او هر کال زیات شوي دي. د ۲۰۲۲ پرتله، چې ۲۵۶ کسان د «مخدره توکو د قاچاق» په تور اعدام شوي، په ۲۰۲۳ کې ۸۴٪ زیاتوالی په کې راغلی او په دې لړ کې ۴۷۱ اعدامونه ثبت شوي دي.
پر بشري حقونو د څار سازمان هم په ایران کې د اعدام سزا پر ډیروالي اندېښنه ښودلې او د دغې سزا د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې.

نور خبرونه

رادیو