د سوېلي پښتونخوا په ژوب کې د بشر حقونو یوه فعاله د خپل ورور له‌خوا وژل شوې ده

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۳

د سوېلي پښتونخوا په ژوب ولسوالۍ کې د مسرت عزیز په نوم د ښځو او بشري حقونو یوه فعاله د خپل ورور له لوري وژل شوې ده.
ويل کیږي، د دغې وژنې لامل ناموسي موضوع ده.

د ژوب پولیسو دغه پېښه تایید کړې او وايي، چې تیره ورځ چهارشنبه د (مرغومي ۱۲مه) د بشري حقونو دغه فعاله یې ورور ځکه وژلې چې په سیمه کې یې سیاسي او مدني فعالیتونه کول.
پولیس زیاتوي چې تورن کس خپله خور تر څلورو مرمیو ویشتلو وروسته له سیمې تښتېدلی او دوی یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
ځايي خبریالان وايي، مسرت عزيز د ژوب له مندوخيلو قبیلې څخه وه او په سيمه کې یې د ښځو او بشري حقونو په برخه کې فعالیتونه کول او په دې برخه کې یې په يو شمير سيمنارونو کې هم برخه اخیسته.
د سویلي پښتونخوا ژوب سیمه لا هم د نورو پښتنو سیمو په څېر له زده‌کړو لرې پاتې کلیوالي سیمه ده چې لاهم هلته پخواني دودونه کلک پالل کیږي.
د سویلي پښتونخوا د دغې مدني فعالې د وژلو پېښې ته په خواله رسینو کې بیلابیل غبرګونونه راغلي چې د سویلي پښتونخوا مدافع وکیلې منیژې کاکړې یې هم وژنه غندلې او دا یې یوه وحشیانه کړنه بللې ده.
تر دې وړاندې د خیبرپښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې یو شمېر فعالې ښځې، هنرمندانې او سیاسي فعالانې وژل شوې او یا ورته له فعالیتونو څخه د لاس اخیستو ګواښونه شوي دي.
دغه وژنې او ګواښونه د وسله والو ډلو تر څنګ د فعالو ښځو د کورنیو د غړو او خپلوانو له لوري د غیرت په نوم هم شوې چې د ښځو پر فغالیتونو یې سیوری غوړولی دی.

نور خبرونه

رادیو